طلوع نیوز ته یوې امنیتي سرچينې ویلي، طالبانو د کندوز علي اباد ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو برید کړی.
سرچینه وایي، دا برید چې تېره شپه (پنجشنې د تلې په ۱۷مه نېټه) شوی څلور پولیس او څلور د ملي اردو سرتېرو ژوند بایللی دی.
د سرچینې په وینا پېښه کې دوه پولیس او د ملي اردو پنځه سرتېري ټپیان شوي.
ویل شوي چې طالبانو یو پولیس او درې د ملي اردو سرتېري له ځان سره بوولي.
د سرچینې په وینا بیګاني برید کې د افغان ځواکونو یو هاموې موټر هم په نښه شوی او طالبانو یوه اندازه وسله له ځانه سره وړې.
سرچینه وايي" تيره شپه د علي اباد ولسوالۍ په جیل تپه سیمه کې طالبانو له څو خواوو د افغان ګډون ځواکونو پر یوه بېز برید وکړ."
طالبانو د پېښې مسوولیت منلی.
په همدې حال کې د هلمند سیمه ییز مسوولین له طالبانو سره نښته کې د درېیو سرتېرو له وژل کېدو او د درېیو له ټپي کېدو خبر ورکوي.
په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه بیا وايي تېره شپه نهرسراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو برید پایله کې کابو لسو سرتېرو ژوند بایللی دی. طالبانو د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه