Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

میلي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون شرایطو پورې تړلی بولي

د امریکا د پوځ لوی درستیز، جنرال مارک میلي افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شتون په شرایطو پورې تړلی بولي.

 مارک میلي له "ان پي ار" ویب پاڼې سره خبرو کې ویلي دي چې افغانستان کې د امریکا شاتګ به په شرایطو پورې اړوند وي.

هغه د امریکا د ملي امنیت سلاکار، سټيفن اوبراین خبرو په غبرګون کې چې ویلي یې وو، د نوې زیږدزی کال په لومړیو کې به افغانستان کې خپل سرتېري تر ۲۵۰۰ پورې راکم کړي، څرګنده کړې"هر څوک کولی شي چې هر ډول صلاح بولي حدس ووهي، خو زه نه غواړم چې د حدس او ګمان په تړاو خبرې وکړم."

د میلي په خبره هغه غواړي چې د شرایطو او پروګرام پر اساس چې ترې مالومات لري او په اړه یې د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړې، وغږیږي او په کره توګه حالات وڅېړي او بیا د سرتېرو ویستو په تړاو پرېکړه وکړي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز زیاته کړې:«موږ یو پروګرام لرو، ځیني غوراوي مو له ولسمشر سره شریک کړل. زه نه غواړم د راتلونکي لپاره په مشخص شمېر خبرې وکړم.»

 هغه وړاندې ویلي:«موږ د امریکا ګټو ته په کتو، د جګړې مسوولانه پای لپاره پروګرام لرو. څنګه چې پوهېږئ، موږ د امریکا متحده ایالاتو دولت د فبروري په ۲۸ مه (له طالبانو سره) هوکړه لاسلیک کړه.»

ده څرګنده کړه، هغه وخت کې چې امریکا له طالبانو سره هوکړه وکړه، افغانستان کې زموږ د سرتېرو شمېر کابو ۱۲ زره تنه وو.

دغه امریکايي جنرال د اوسنی شمېر کابو ۸ زرو ۵۰۰ تر ۶۰۰ بولي:«موږ پر پلان بوخت یوو چې شمېر دغه شمېر ۴ زره او ۵۰۰ تو ورسیوو. تېره اوونۍ ټرمپ پر ټویټر یوه پیغام کې لیکلي وو چې"موږ افغانسان کې لږ پاتې نارینه او ښځینه سرتېري چې لرو باید کریسمس ته یې کورته را وغواړو"»

د ټرمپ له دغه ټویټه څو ساعته وروسته د امریکا د ملي امنیت سلاکار، سټيفن اوبراین ویلي وو چې د راتلونکي زیږدیز کال لومړیو کې به افغانستان کې خپل سرتېري تر ۲ زرو او ۵۰۰ پورې راکم کړي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان کې له ۵ زرو کم سرتېري لري او د هغه په خبره دا شمېر په ۲۰۱۷ کال کې له لسو زرو زیات وو.

له افغانستان او عراقه د امریکایي ځواکونو ایستل، د امریکا د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې د ټرمپ ژمنه وه، خو اوس چې ډونالډ ټرمپ بیاځلې ټاکنو ته نوماند دی، هڅه کوي خپله ژمنه عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سولې خبرې روانې دي، خو له دې خبرو سره هم مهاله هېواد کې تاوتریخوالیو زور اخیستی دی.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار، سټيفن اوبراین ویلي وو چې د راتلونکي زیږدیز کال لومړیو کې به افغانستان کې خپل سرتېري تر ۲ زرو او ۵۰۰ پورې راکم کړي

شریک یي کړئ