Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پلازمېنه کې د جنايي جرمونو زیاتوالی؛ په چړې سره د یوه ډاکټر وژل

په پلازمېنه کې د جنايي جرمونو په لړ کې، د یکشنبې پر شپه د کابل ښار د اتلسمې حوزې په اړوند سیمه کې ناپېژانده کسانو یو ډاکټر په چړې سره وژلی او ورور یې ټپي کړی دی.

د دغه ډاکټر کورنۍ امنیتي بنسټونه د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت کې بې وسي ګڼي او وايي چې ناوړه امنیتي وضعیت خلک ستومانه کړي دي.

دا پېښه هغه مهال رامنځته کېږي چې ناپېژاده کسان د کابل ښار په اتلسمه ناحیه کې یوه درملتون ته ورننوځي او له دوو ډاکټرانو سره اخو ډب کوي او  هغوی په چړې وهي او تښتي.

د زوی غم د دغي کورنۍ نارې او سورې پورته کړې دي. د وژل شوي ډاکټر سید مظفر حیدري مور بي بي زهرا چې د زوی مرګ یې په زړه ماته او بې وسه کړې داسې وايي:«داسې هلک و چې ټول ترې راضي و.» 
                     
د سید مظفر حیدري خواښې صدیقه هم زیاتوي:«قاتل دې موږ ته راکړي چې موږ یې ټوټې ټوټې کړو چې دوی هم زموږ له زړه خبر شي، نو څه وکړو. »
 
سید مظفر حیدري ډاکټر و او ټاکل شوې وه چې تر راتلوونکو څو اونیو د واده مراسم ترسره کړي.

د سید مظفر حیدري خور شهناز وویل:«باید ونیول شوي او امنیت ټینګ کړي تر کله به خلک داسې خپل ځوانان له لاسه ورکړي.»

هغه د خپلې ډاکټرۍ سند د کابل له طبي پوهنتونه اخیستې و او د پروان په ملکي روغتون کې د خپل تخصص د اخیستو په حال کې و. د هغه ورور چې په دې پېښه کې ټپي شوی وایي چې نوموړي له رسمي ساعتونو وروسته په خپل شخصي درملتون کې کارکاوه.

د سید مظفر حیدري ورور سید علي حیدري څرګنده کړه:«هېڅ نه غواړو یوازینۍ امنیت، امنیت، امنیت غواړو نور هېڅ څيز هم نه غواړو.»
                      
بل خوا د پلازمېنې اوسېدونکي په کابل کې د جنایي جرمونو زیاتوالی اندېښمنوونکی بولي.

د کابل اوسېدونکی ضیا هاشمي وویل:«په عمل کې امنیتي میثاق نه پلی کېږي. دا د خلکو لپاره د بدبختۍ یو میثاق دی.»
             
د کابل بل اوسېدونکی جمعه خان هم زیاتوي:«دا چې هره ورځ او هره شپه زموږ یو او دوه تنه ووژني، نو یوځل دې یو بم واچوي چې ټول خلاص شو. د خپلو عزیزان په ویر کې ونه سوځو.» 

په تېرو څه کمو څلرویشتو ساعتونو کې په کابل ښار کې درې جنایي پېښې شوې دي او لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. خو د کابل امنیه قومندان وایي چې د دغه وضعیت کابو کول د خلکو له همکارۍ پرته ناشونی دی.
              
د کابل امنیه قومندان ګل همت څرګندوي:«د کابل له ګرانو اوسېدونکو څخه مې په ډېر احترام سره مې هیله دا ده چې دوی له موږ سره هر اړخیزه همکاري ولري. د مجرمنیو په نیولو، په کره معلوماتو، اطلاع رسونې په برخه کې له موږ سره همکار وي.»

له دې ټولو سر سره د کابل پولیس د پلازمېنې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د یوې نوې کړنلارې خبر ورکوي؛ داسې چې په دې وروستیو کې دغه بنسټ ویلي چې په تېره څه باندې یوه میاشت کې یې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور شاوخوا څلور زره تنه نیولي دي .

له دې ټولو سر سره د کابل پولیس د پلازمېنې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د یوې نوې کړنلارې خبر ورکوي.

شریک یي کړئ