Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنايي جرمونو زیاتوالی؛ کابل کې درې پوځیان وژل شوي

کابل کې د یوې شپې او ورځې په لړ کې د دوو چاودنو په ګډون د امنیت ضد درې پېښو کې درې تنه پوځيان وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

له دې ډلې ناپیژانده وسله والو نن سهار په بګرامي ولسوالۍ کې د پوځ یو ډاکټر په ډزو وژلی او پغمان ولسوالۍ کې بیا د پولیسو د اکاډمۍ یو افسر په موټر کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله وژل شوی دی.

د دې تر څنګ د کابل په ۱۲ناحیه کې د ماین چاودنې له امله یو پوځي کس وژل شوی او او یو بل ټپي شوی دی. 

د هېواد په پلازمېنه کې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې بیا هم څو وسله وال بریدونه او د مقناطیسي ماینونو چاودنې وشوې.

په کابل کې د هدفي وژنو او جنايي جرمونو په لړ کې ناپیژاندو وسله والو نن سهار یو پوځي ډاکټر دلته د بګرامیو ولسوالۍ په دولت زي ښارګوټې کې هغه مهال په ډزو وویشت چې دندې ته روان و.
        
د پوځ د افسر شعیب مسکینار زوی عمران وايي:«زما پلار څه کړي و؟ بې ګناه سړی و ډاکټر و او وطن ته یې خدمت کاوه.»   
  
د پوځ د دغه افسر د کورنۍ غړي چې نهه بچیان لري؛ امنیتي ادارې د خلکو د امنیت په ټینګښت کې په ناتوانۍ تورنوي.
            
د شعیب مسکینار له خپلوان نوید وویل:«ولې موږ په دې غربت کې ژوند کوو؟ ولې سوله او ارامي په دغه هېواد کې نه راځي؟ او موږ په ارامۍ یو نمړۍ ډوډۍ نه شو خوړلای، دا زموږ لپاره دېره مایوسه کوونکې ده.»
 
د کابل اوسېدونکی صفي الله هم وویل:«ډېر د شرم وړ ده، د اندارابي صاحب پر ځای واوسم له خپلې نېکټایۍ سره ځان په دار وهم. کله چې نه شم کولای د کابل امنیت ټینګ کړم.»

بل خوا د دوشنبې په ماښام په دولسمه ناحیه کې د پوځ پر یوه رنجر موټر او په پغمان ولسوالۍ کې د یوه افسر پر شخصي موټر د مقانطیسي ماینونو چاودنې وشوې چې له امله یې دوه تنه پوځیان ووژل شول او یو تن بل ټپي شو.

د ولسي جرګې غړې نېکبخت فهیمي وايي:«د خلکو ارامښت په کابل کې د ناارامیو له امله له منځه تللی دی.»
       
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز هم څرګندوي:«د هغو جرمي شبکو او مجرمینو په وړاندې چې د کابل په ناامنیو کې لاس لري، پولیس به مبارزه وکړي او که چېرې هغوی مقابله وکړي وبه ځپل شي.»

په پلازمېنه کې د جنایي جرمونو پر زیاتېدو له اندېښنو وروسته د کابل امنیه قومندانۍ په ښار کې د ناقانونه سیمکارټونو او زړو مبایلونو د پېر او پلور د بندېدو امر کړی دی.

که څه هم د کابل امنیه قومنداني په جنايي جرمونو او ترهګریزو پېښو کې د لاس لرلو په تور د لسو تنو د نیولو خبر ورکوي، خو ظاهراً په دې برخه کې د پولیسو هڅې بسندویې نه دي.

شریک یي کړئ