Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تخار ولایت د امنیت امر له طالبانو سره نښته کې ژوند بایلود

د تخار سیمه ییز مسوولین بهارک ولسوالۍ کې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر، رازمحمد دوراندیش له وژل کېدو خبر ورکوي.

دغه چارواکي زیاتوي چې نوموړی تېره شپه (سې شنبې د تلې په ۲۹مه نېټه) له طالبانو سره سخته نښته کې له خپلو څو ساتونکو سره ژوند بایللی دی.

د تخار د والي ویاند څرګندوي چې نښته کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.

 له بلې خوا روغتیايي مسوولین بیا روغتون ته د لسو امنیتي سرتېرو له لېږدولو وايي.

طالبانو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د تخار د والي ویاند وايي چې نښته کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په تړاو یې څه نه دي ویلي

شریک یي کړئ