Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غورموټربم برید قربانيان د خپلې کورنۍ یوازېني ګټونکي وو

عبدالاحد او محمد ظریف په غور کې د تېرې یکشنبې موټر بم برید قربانيان چې دواړه د خپلو کورنیو یوازېني ګټونکي او ډوډۍ راوړونکي وو، له عبدالاحده اته او له محمد ظریفه پنځه ماشومان پاتې شول.

د عبدالاحد کورنۍ چې په فقر او بې وزلۍ کې ژوند کوي، وايي چې هغه د کار لپاره فیروز کوه ښار ته تللی و چې په موټر بم برید کې یې ژوند له لاسه ورکړ او دوی پر میدان پاتې شول.

د عبدالاحد مېرمن، زلیخا چې اوس له د خپل مېړه د وژل کېدو دروند غم ترڅنګ ورته د خپلو اتو ماشومانو د نس مړولو غم ورته په اوږو دی وايي:«یو کال کېږي چې کډوال شوي وو، مېړه مې غریبې کوله او یوه مړۍ ډوډۍ یې راته پیدا کوله.»

د غور موټربم وروستي برید کې د قرباني، عبدالاحد مېرمن او اته ماشومان یې

د عبدالاحد خپلوان هم د پېښې عاملانو ته د سزا ورکړه غواړي، ګل محمد په دې اړه وايي:«چاودنه د طالبانو لخوا وشوه، د یوه غریب وینه یې په غاړه واخیسته.»

همداراز د محمد ظریف مور او پلار چې د خپل زوی د غم په ټغر ناست دي، وايي چې له هغه پنځه یتیمان ورپاتې شول.

د محمدظریف پلار، عبدالمعروف په ژړا او سرو سترګو څرګندوي:«مشر زوی مې همدا و، خدمتګار مې همدا و، کاریګر مې همدا و، اوس په دې عاجزۍ کې زه څه وکړم، د کار نه یم. په دښته پاتې یم.»

د محمد ظریف مور، زینب زیاتوي:« زوی مې یو غریب کس وو، لاړو. یتیمان یې راته پاتې شول.»

د غور موټربم وروستي برید کې د قرباني، محمدظریف پلار، مور او ماشومان

په همدې حال کې د بشري  حقونو خپلواک کمېسیون غور کې شوی برید جنګي جنایت بولي.

غور کې د بشري حقونو سیمه ییز دفتر سرپرست، مبارک شاه شېرزاد څرګندوي:«د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پر ملکیانو برید غندي او جنګي جنایت یې بولو.»

تېره اوونۍ د غور مرکز فیروز کوه ښار کې موټر بم چاودنې ډېرۍ قربانیان ملکي کسان وو چې په کې ۱۶ کسانو ژوند بایلود او له ۱۵۰ ډېر ټپيان شول.

د عبدالاحد کورنۍ چې په فقر او بې وزلۍ کې ژوند کوي، وايي چې عبدالاحد د کار لپاره فیروز کوه ښار ته تللی و چې په موټر بم برید کې یې ژوند له لاسه ورکړ او دوی پر میدان پاتې شول.

شریک یي کړئ