Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'نیمروز کې د طالبانو برید کې د ملي پوځ ۲۰ تنه سرتېري وژل شوي'

د نیمروز ولایت ځايي چارواکي د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ملي پوځ د ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو د برید په پایله کې ۲۰ تنو ځواکونو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د خاشرود ولسوال جلیل وطن دوست وايي چې دغه برید تېره شپه د دهمزنګ پر پوستې وشو او شپږ تنه دولتي ځواکونه له طالبانو سره اسیر شول.

هغه زیاتوي چې تېره اوونۍ هم دغه مرکز د طالبانو له خوا په نښه شوی و.

په تېره یوه شپه او ورځ کې په ۲۴ ولایتونو کې بریدونه

هېواد کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره هم مهاله، ملي دفاع وزارت وايي چې طالبانو په تېرو څلروېشتو ساعتونو کې په ۲۴ ولایتونو کې بریدونه او د امنیت ضد خوځښتونه لرلي دي.

له دې ډلې تخار، هلمند، ارزګان، کندوز، بغلان او بدخشان ولایتونه د طالبانو د یرغلي بریدونو شاهد وو.

د  ننګرهار، لغمان، کاپیسا، نورستان، پروان، کابل، پکتیا، پکتیکا، غزني، لوګر، وردګ، کندهار، زابل، هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، هلمند، کندوز، بدخشان، بغلان او تخار ولایتونه هم د طالبانو د بریدونو شاهد وو.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان په دې اړه څرګندوي:«د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د متقابلو بریدونو په پایله کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.»

ورته مهال، پر لښکرګاه ښار د طالبانو بریدونه خپلې درېیمې اوونۍ ته رسېدلي دي.

پرېکنده ملاتړ ماموریت وايي چې تېره ورځ په کندهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د ګزمې پر مهال د رومانیايي ځواکونو یو موټر د سړک غاړې ته ځای پر خای شوي ماین برابر او چاودنه یې وکړه او د دغو ځواکونو یوازې دوه تنه ټپيان شوي دي.

دا لومړي ځل دی چې د امریکا او طالبو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته د بهرنیو ځاوکونه دوه سرتېري په افغانستان کې ټپي کړېږي.

د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې په داسې حال کې جګړې او تاوتریخوالی دوام لري چې طالبانو سږکال خپل دوبني عملیات اعلان نه کړل.

بلخو په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د مذاکرې له پیله څه باندې یوه میاشت کېږي، خو خلک دا تمه لري چې دواړه لوري د افغانستان د وګړو ژوند په پام کې ونیسي او ژر تر ژره د تاوتریخوالي کموالی بریالیتوب ته ورسېږي.  

شریک یي کړئ