د افغانستان د پارلمان غړي چې پاکستان ته تللي دي، وايي چې پاکستان حکومت ژمنه کړې ده چې د اوربند د رامنځته کېدو او تاوتریخوالي کموالي په برخه کې له افغان حکومت او د افغانستان مرکچي پلاوي سره همکاري کوي.
د هېواد د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني په مشرۍ پلاوی د جمعې له ورځې راهیسې د پاکستان پر سفر بوخت دی.
د دغه پلاوي غړي وایي چې د پاکستان له لومړي وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د پارلمان د دواړو جرګو له مشرانو سره یې کتلي دي او دغو چارواکو ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند په برخه کې همکاري وکړي.
د ولسي جرګې د دفاعي چارو رییس میرحیدر افضلي وايي:«د ولسي جرګې د سفر یوه برخه د افغانستان د سولې بهیر دی. او د افغان سولې بهیر کې یوه مو مورد د تاوتریخوالي کموالی او د اوربند موضوع ده پاکستان د هغه هېواد په توګه چې تل د افغانستان په مسایلو کې ونډه لري، د افغانستان پلاوي له هغوی هیله کړې چې په دې برخه کې له افغانستان سره په ځانګړې توګه له مرکچي پلاوي سره مرسته کوي او پاکستان هم ژمنه کړې ده چې د تاوترخوالي په کموالي او اوربند په برخه کې د افغانستان له خلکو سره همکار وي.»
په پاکستان کې د افغانستان د سفارت شازدافر د کابل او اسلام آباد په اړېکو د نوې څېرکي د پرانستلو خبر ورکوي.
پاکستان کې د افغانستان د سفارت شازدافر رحیم الله قطره وايي:«د پاکستانیانو تل ټينګار دا دی چې په دې وروستیو کې موږ د افغانستان له اسلامي جمهوري او د افغانستان له خلکو سره د اړیکو یوه نوې پاڼه پرانیستې ده او هغه څه چې په تېر کې وو باید هېر کړل شي.»
د افغانستان د ولسي جرګې د پلاوي غړي وایي چې پاکستان باید افغانستان ته د کشمیر له نظره ونه ګوري او د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د ولسي جرګې غړې ملالۍ اسحاقزۍ وايي:«موږ وایوو چې د پاکستان حکومتې افغانستان د کشمیر له لیدلوري ونه ویني. افغانستان یو خپلواک هېواد دی. فکر کوم چې موږ لاسوهنې هم نه پرېږدو چې په افغانستان کې وشي. موږ پیغام ورکړی او پيغام مو ترلاسه کړی هغه طالب چې د مذاکرې مېز ته ناست دی او هغه طالب چې جګړه کوي او نه شو کولای پر هغه د افغان نوم کېږدو، د دغو دوو طالبانو باید توپیر وشي. باید افغانستان د اوزار په توګه استفاده نه شي. او د دې ژمنه شوې ده.»
د ولسي جرګې پلاوي پاکستان ته د عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار له سفر وروسته دغه هېواد ته سفر کړی دی. پر پاکستان سربېره هند هم یو شمېر افغان سیاستوالو ته ډیلې ته د سفر بلنه ورکړې ده.