Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې ماین چاودنې درې تنه پولیس وژلي دي

د هرات ځايي ځارواکو نن (یکشنبې د لړم په ۱۱مه) وايي په دغه ولایت کې درې تنه پولیس د یوه ماین چاودنې په پایله کې وژل شوي او  د یوه ولسي وګړي په ګډون دوه تنه نور پټيان شوي دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي چې دغه ماین د طالبانو له خوا په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و، او د هرات ښار د لسمې حوزې په اړوند سیمه کې د پولیسو د یوې پوستې ته څرمه چاودنه کړې ده.

ورته مهال د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی هم وايي چې تراوسه د درې پولیسو مړي او د یوه پولیس او د یوه ولسي وګړي ټپيان رغتون ته لېږدول شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې چاودونه ډېره ځواکمنه وه او په لسګونه استوګنځي او هټیو ته سخت زیان رسولی دی.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې برید پړه نه ده منلې.

شریک یي کړئ