Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګرشک پخوانی امنیه قومندان: مصنوعي پښو سره به هم جګړې ته ولاړ شم

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان چې په جګړه کې یې خپلې دواړه پېښې بایللې دي، وايي هر کله چې د تګ توان پيدا کړي له مصنوعي پښو سره به هم د جګړې ډګرونو ته ولاړ شي.

عبدالرازق نظامي چې دم ګړۍ په کابل کې بستری دی وايي چې خلکو ته د خدمت او دندې ترسرواي پر مهال ۱۵ ځلې زیانمن شوی دی.

دغه پوځي کابو ۲۰ کاله د هلمند په بېلابېلو برخو کې د طالبانو په وړاندې جنګېدلی دی او یوه نیمه میاشت مخکې یوه ماین د هغه دواړه پېښې له هغه څخه واخیستې:«موږ له ملي پوځ سره په همغږۍ پوسته جوړوله چې د دښمن له خوا برید وشو او جګړه هم وه. په پای کې زموږ پر ټانګ ماین چاودنه وکړه چې دوه پښې او د بدن یوه برخه مې له لاسه ورکړه.»

دا پوځي د جګړې ترخې کیسې لري خو له مبارزې یې لاس نه دی اخیسی. دی وایي چې د جګړې ډګر ته د بیا تلو ارمان لري.

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان عبدالرازق نظامي وویل:«زه چې اوس هم جوړ شم دندې ته ځم... هېڅ ستونزه نشته او که چېرې نیم بدن مې هم وي موږ مقاومت کوو. هغوی (طالبان) دروغ وايي او سوله نه کوي او وژنې ته دوام ورکوي.»

۴۲ کلن عبدالرازق شپږکاله د ګرشک ولسوالۍ امنیه قومندان و، اوس مهال په دې ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان دی او دولس بچیان لري او د هغوی له ډلې درې تنه پوځیان دي.

د عبدالرازق نظامي خپلوان عبدالرووف بارک وايي:«هغوی په قطر کې ناست دي او خبرې کوي چې موږ سوله کوو. خو برعکس یې دلته جګړه ده او ځوانان شهیدان کېږي او کورنۍ بې ځایه کېږي. دا ډول سوله موږ ته اهمیت نه لري.»

عبدالرازق د امنیتي ځواکونو یو له زرګونو قربانیانو دي چې ژوند یې له ترخو کیسو ډک دی؛ دی تمه لري چې روانه جګړه پای ته ورسېږي او په هېواد کې وینې تویېدنې ته د پای ټکی کېښودل شي.

دغه پوځي کابو ۲۰ کاله د هلمند په بېلابېلو برخو کې د طالبانو په وړاندې جنګېدلی دی او یوه نیمه میاشت مخکې یوه ماین د هغه دواړه پېښې له هغه څخه واخیستې.

شریک یي کړئ