Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مرکزي بانک د کارکوونکو او یما سیاوش د وژنې په وړاندې غبرګونونه

د مرکزي بانک د کارکوونکو د لېږد موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه چې په هغه کې د طلوع نیوز د سیاسي پروګرامونو پخوانی چلوونکی یما سیاوش هم وژل شوی، له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

له دې ډلې ولسمشر غني دغه برید یو «ترهګریز» بللی او هغه یې غندلی دی.

د جمهوري ریاست د ارګ په خبرپاڼه کې چې په دې اړه یې خپره کړې ده، اړوندو بنسټونو ته یې حکم کړی چې دا پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي او د هغه عاملانو ته سزا ورکړي:«ولسمشر د دغه ترهګریز برید د شدیتې غندنې ترڅنګ، اړوندو بنسټونو ته یې لارښونه کړې ده چې په دې برخه کې هر اړخیزې څېړنې وکړي، عاملان یې ونیسي او د کړو پر سزا یې ورسوي.» 

دا چاودنه نن سهار (شنبې، د لړم په ۱۷مه) د کابل ښار د څلورم مکروریانو سیمه کې رامنځته شوه. په دغې پېښه کې د مرکزي بانک د دفتر ریاست مرستیال احمدالله انس، او د دغه بانک موټر چلوونکی محمد امین هم وژل شوي دي.

یما سیاوش په دې وروستیو کې د مرکزي بانک د رییس د سکرتر او مطبوعاتي سلاکار په توګه کار پيل کړی و.

یما سیاوش څو کاله د طلوع نیوز د سیاسي پروګرامونو د چلوونکي په توګه کار کړی و.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، او ځينو نورو حکومتي او سیاسي څېرو نننۍ چاودنه غندلې ده.

د یما سیاوش د وژل کېدو خبر په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر غبرګونونه له ځانه سره لرل. د سیاوش ملګري او همکارانو، د هغه وژل کېدل یوه تشه بللې او حکومت د هېوادوالو د ځاني امنیت په خوندیتوب کې په ناکامۍ تورن وي.

تراوسه د دغې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

په کابل کې د کاناډا سفارت هم په یوه ټویټ سره دا برید غندلی او ټينګار یې کړی چې په افغانستان کې د خبریالانو خوندیتوب او د بیان ازادي سوله او ډیموکراسي حیاتي دي.  

کابل کې د چین سفیر هم په خپل ټویټ کې، د دغې پېښې له غندلو سره، ویلي دي چې د یما سیاوش د وژل کېدو خبر ټکان ورکړی دی.

کابل په دې وروستیو کې په بې مخینې توګه د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي شاهد دی.

سیاوش په دې وروستیو کې د خپلې ماسټرۍ سند د هندوستان له نویدا پوهنتونه ترلاسه کړې ده.

د تېرې اوونۍ په دوشنبې، بریدګرو د کابل پوهنتون باندې برید وکړ او ۲۲ تنه یې ووژل. له هغې لس ورځې مخکې، یوه ځانمرګي بریدګر د کابل په لوېدیځ کې د کوثر دانش ښوونیز مرکز په نښه کړ چې په هغه کې هم ۳۰ تنه ووژل شول.

دا بریدونه په داسې حال کې زیات شوي دي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي په دوحه کې له څلوېښتو ورځو راهیسې د سولې خبرو اترو د رسمي پیل په اړه په چنې وهلو بوخت دي؛ خو تراوسه دواړه لوري نه دي توانېدلي چې سره هوکړې ته ورسېږي.

په نننۍ چاودنه کې، د افغانستان مرکزي بانک سې تنه کارکوونکي وژل شوي دي. 

شریک یي کړئ