Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دامریکا ټاکنې او د ارګ غبرګون: زموږ د اړیکو بنسټ د ګډو ګټو درک دی

د امریکا ولسمشریزې ټاکنو چې لا تراوسه یې پرېګنده ګټوونکی مشخص نه دی، د نړۍ د ډېری نورو هېوادونو په څېر افغانستان کې هم له څو ورځو راهیسې بحثونه راپارولي دي.

د شنبې پر ورځ افغان حکومت هم په دې برخه کې او د امریکا له نوي حکومت سره د کابل او واشنګټن د همکارۍ د څرنګوالي په تړاو خپل لیدلوری څرګند کړ.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي:«زموږ د اړیکو بنسټ او اساس په تېرو ۱۹ کلونو کې تل د دوه دولتونو او خلکو ترمنځ د ګډو ګټو درک پر بنسټ استواره دي. موږ هیله لرو هر حکومت چې په امریکا کې تازه په کار پیل کوي، همدارنګه موږ په سیمه کې د یوه متحد په توګه، همدارنګه د اړیکو پر دوام او ګډو موخو ته پر رسېدو ټينګار لرو چې ان شاالله چې په هغه کې هېڅ شک نشته.»

بل خوا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د دوو نوماندانو د نظرونو په تړاو تل ځينې خبرې شوې دي، خو د دغه هېواد په ټاکنو کې د جوبایډن مخکښتیا دا باورونه ژوندي کړي دي چې ښایي د افغانستان د سولې او جګړې په تړاو د نوموړي نظر د ډونالډ ټرمپ له نظر سره توپیر ولري.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وايي:«هغه هم له افغانستانه د امنیتي ځواکونو د وتلو پلوی دی؛ خو شونې ده چې له دغې مسلې سره یې چلند متفاوت وي! کېدای شي چې ښاغلی بایډن په دې برخه کې تر ډېره هغو پلانونو او پروګرامونو ته غوږ کېږدي چې د امریکا د اردو له خوا مطرح کېږي او د امریکا استخبارات یې مطرح کوي.»

د ولسي جرګې غړی علي اکبر قاسمي هم زیاتوي:«هغه سیاست چې ښاغلي ټرمپ د طالبانو په اړه درلود، یقیناً جوبایډن په هغه کې بدلون راولي، غور کوي، خو په ټول او لویه کچه، د امریکا پالیسۍ بدلون نه کوي.»

هغه څه چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې اوږدېدل بلل کېږي؛هغه اصلي انګېزې ګڼل کېږي چې په سیمه کې د جګړې او سولې په تړاو د امریکایي سیاستوالو ترمنځ د دریځونو د نږدې کېدو لامل شوي دي.

وبه لیدل شي چې د امریکا د ټاکنو د ګټونکي له څرګندېدو وروسته به آیا په ریښتیا د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد په تګلاره کې د پام وړ بدلون را شي؟

د جوبایډن مخکښتیا دا باورونه ژوندي کړي دي چې ښایي د افغانستان د سولې او جګړې په تړاو د نوموړي نظر د ډونالډ ټرمپ له نظر سره توپیر ولري.

شریک یي کړئ