نن (یکشنبې، د لړم په ۱۸مه) امنیتي سرچینو طلوع نیوز ته ویلي دي چې په بغلان ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو په بریدونو کې، څلور تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه سرچینې همدارنګه زیاتوي چې دغه بریدونه د دغه ولایت په مرکزي بغلان، نهرین ولسوالیو او د پلخمري ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې شوي دي.
د دغو سرچینو په وینا، د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د دوو ټپیانو وضعیت نازک بلل شوی دی او د طالبانو له لوري د دغې ولسوالۍ د لویې لارې د تړل کېدو له امله، تراوسه روغتون ته لېږدول شوي نه دي او هوايي لېږد ته اړتیا لري.
په بغلان کې د ملي پوځ د درېیمې لوا قومندان فریدخان سید خېلي د دې پخلی کوي چې په دغو پېښو کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو وايي چې په دغو نښتو کې څه باندې لس تنه طالب جنګیالي هم وژل او ټپيان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دولتي ځواکونو د طالبانو دا بریدونه په شاتمبولي دي او د تیارسي په حال کې دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.