ملي دفاع وزارت نن دوشنبې (د غوايي په ۲۷مه) په یوې خبرپاڼه کې وايي چې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې، ۲۵ طالبان وژل شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي چې دغه بریدونه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په بغلان جدید سیمه کې شوي دي چې په هغه کې ۳۱ نور طالبان ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د طالبانو اوه مرکزونه له ځينو وسلو او مهماتو سره هم له منځه وړل شوي دي.
بلخوا طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.