Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوګر کې څلورو سیمه‌ییزو پولیسو ژوند بایلود

لوګر کې طالبانو سره نښته کې څلورو سیمه‌ییزو پولیسو ژوند له لاسه ورکړی او یو ټپي دی.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي چې طالبانو تېره شپه(سې شنبې د لړم په ۱۹مه نېټه) د مرکز پل علم اړوند الوزیو سیمه کې طالبانو د سیمه‌ییزو پولیسو پر پوسته برید کړی او ځوابي برید کې ۵ طالب وسله‌وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د لوګر د رسنیو دفتر خبرپاڼه کې راغلي:«تېره شپه طالب وسله والو مرکز ته اړوند د الوزيو سيمه کې د محلي پوليسو پر پوسته وسله وال بريد کړى،چې د ځوابي ډزو له امله ۵ تنه طالب وسله والو وژل شوي او ۳ تنه ټپيان دي.»

خبرپاڼه وايي چې له پېښې سره سم امنيه قوماندان سيمې ته رسېدلى او دغه بريد يې مهار کړى دى.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د لوګر د رسنیو دفتر وايي د پولیسو ځوابي برید کې ۵ طالب وسله‌وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

Thumbnail

لوګر کې طالبانو سره نښته کې څلورو سیمه‌ییزو پولیسو ژوند له لاسه ورکړی او یو ټپي دی.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي چې طالبانو تېره شپه(سې شنبې د لړم په ۱۹مه نېټه) د مرکز پل علم اړوند الوزیو سیمه کې طالبانو د سیمه‌ییزو پولیسو پر پوسته برید کړی او ځوابي برید کې ۵ طالب وسله‌وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د لوګر د رسنیو دفتر خبرپاڼه کې راغلي:«تېره شپه طالب وسله والو مرکز ته اړوند د الوزيو سيمه کې د محلي پوليسو پر پوسته وسله وال بريد کړى،چې د ځوابي ډزو له امله ۵ تنه طالب وسله والو وژل شوي او ۳ تنه ټپيان دي.»

خبرپاڼه وايي چې له پېښې سره سم امنيه قوماندان سيمې ته رسېدلى او دغه بريد يې مهار کړى دى.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه