Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فاریاب کې د وسله والو ځپلو په موخه پوځي عملیات

د فاریاب امنیتي مسوولین وايي د خواجه سبزپوش ولسوالۍ زیانمونکو سیمو کې یې له وسله والو د پاکولو په موخه پوځي  عملیات پيل کړي دي او تر اوسه څو کلې د وسله والو له شتونه پاک شوي دي.

دوی زیاتوي، له دې سره به د فاریاب ـ بلخ لویې لارې امنیت چې په دې وروستیو کې نا امنه شوې وه، تامین شي.

په فاریاب کې د پوځ د لومړۍ لوا قوماندان، سمونوال انصاف الله دولتزی وايي:«ښې همغږۍ سره مو دښمن له سیمو په تېښته کړ او تاسې ولېدل چې تېرو دوو اوونیو کې کابو څلویښت او پنځوس  تنه ووژل شول.»

د فاریاب پولیس وايي چې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ او د فاریاب - بلخ په لویه لاره د عملیاتو له پیل راهیسې څو کلي له وسله والو طالبانو پاک شوي دي.

د فاریاب پولیسو د امنیت آمر، محمد داوود سادات زیاتوي:«نن خبر شوو چې پر افغان ځواکونو برید دی، بیا مو پرتله واغوسته او جګړې ته راغلو، تر هغې چې یوه څاڅکۍ وینه مو وجود کې وي، د دښمن پر وړاندې جګړه کوو.»

د فاریاب - بلخ لویه لاره له څو کلونو راهیسې د لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ ده، دولتي کارمندان نشي کولی پدې لاره کې تګ راتګ وکړي. د فارياب والي وايي چې دغه لويه لاره به ډېر ژر خوندي شي.

د فارياب والي، نقيب الله فايق څرګندوي:«په ویاړ سره وایوو چې فاریاب کې د طالب ملا ماته شوې ده، تېره یوه میاشت کې یوازې یو ساعت جګړه هم نه ده کړې او توان یې نلري، اوس دوی یوازې موټر بم بریدونه کوي.»

خواجه سبزپوش، قیصار، پښتون کوټ او المار ولسوالۍ د فاریاب ترټولو زیان منونکې برخې دي.

په تېره یوه میاشت کې‎ قیصار او المارو ولسوالۍ د ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ د طالبانو د موټر بم بریدونو شاهد و، هغه څه چې د دې ولایت خلک یې اندیښمن کړي دي.

د فاریاب اوسیدونکی، صوفی ګل څرګندوي:«موږ امنیت غواړو، نو ره دې حالته ستړي شوي یوو، زموږ هیله امنیت دی.»

په فاریاب کې ځایي چارواکي وايي چې طالبانو خپله جنګي ستراتیژي بدله کړې او په دې وروستیو کې ډېرې مقناطیسي ماینونه کاروي او موټربم بریدونه کوي.

د فاریاب والي، نقیب الله فایق وايي چې دښمن په فاریاب کې ځپل شوی او په دې وروستیو کې یې له افغان ځواکونو سره د یوه ساعت مخامخ جګړې توان هم نه درلود

شریک یي کړئ