Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مرکزي بانک پر موټر د چاودنې د څرنګوالي پر پټ پاتې کېدو نیوکې

د مرکزي بانک پر موټر د چاودنې د څرنګوالي د بې خبرۍ په اړه د یما سیاوش د کورنۍ د اعتراضونو په لړ کې، اوس د دغې پېښې د یوه بل قرباني د احمدالله انس کورنۍ، هم دا ډول شکایتونه مطرح کوي. 

د مرکزي بانک د دفتر د ریاست د امریت اجرايي مرستیال د احمدالله انس کورنۍ د دغې پېښې د څرنګوالي پر پټ پاتې کېدو نیوکه کوي.

د احمد الله انس ورور وايي چې له دغې پېښې وروسته، هېڅ ډولتي بنسټ په دې اړه له هغوی سره خبرې نه دي کړي.

د احمدالله انس ورور محبوب‌الله وویل:«شل ورځې کېږي چې زه بانک ته ځم او راځم؛ هره ورځ همدا نن هم ولاړم؛ خو په دې بریالی نه شوم چې اجمدي صاحب (د مرکزي بانک سرپرست اجمد احمدي) ووینم.»

۳۶ کلن انس چې واده یې کړی وی او ترې یوه وړه لور پاتې ده، د انجنیرۍ په څانګه کې زده کړې کړې وې او په پام کې وه چې ډېر ژر د ادارې او سوداګرۍ په څانګه کې خپله ماسټري هم ترلاسه کړي.

د احمدالله انس ورور محبوب‌الله هم وايي:«ژر تر ژره باید زموږ د ورور انجنیر احمد الله انس، د یماجان سیاوش، د بل ورور مو وژنکي ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.»

د افغانستان بانک په موټر کې له چاودنې څه باندې یوه میاشت تېرېږي ؛ خو اجمل احمدي چې ددغه بانک د ریاست لپاره یې نوماندي د ولسي جرګې له لوري رد شوې او لا هم د بانک سرپرست دی او دغه راز نورو ادارو د دې پېښې په تړاو رسنیو او د قربانیانو کورنیو ته څه نه دي ویلي.
 
حقوق پوه وحید فرزه‌ يي څرګنده کړه:«دولت مکلف دی چې هم د قربانیانو کورۍ په جریان کې پرېږدي او بلخوا، د خپل د پام وړ معلومات کولای شي چې د قربانیانو له کورنیو ترلاسه کړي چې د څېړنې د پرختیا لامل شي.»

د افغانستان بانک په موتر کې چاودنې د افغانستان بانک سلاکار یما سیاوش، د دغه بانک د دفتر د ریاست د آمریت اجرایي مرستیال احمد الله انس او موټر چلوونکی امین الله رضايي ووژل شول.

تېره اوونۍ د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وویل چې د هماغې اوونۍ په پای کې د ملي امنیت له ریاسته د معلوماتو له رارسېدو وروسته، د مرکزي بانک په موټر کې د چاودنې په هکله به رسنیو ته جزیات ورکړي؛ خو تراوسه دا کار نه دی شوی.

شریک یي کړئ