Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د ماشومانو مرګ ژوبلې د رپوت خپرېدو په دلیل له دندې ګوښه کړل شوم'

د تخار د والي پخوانی ویاند جواد هجري ادعا لري له هغې وروسته کله چې د امنیتي ځواکونو په یوه هوايي برید کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې په هکله رپوت خپرو کړ، د ولسمشر د لومړي مرستیال په حکم د درې ورځو لپاره د امنیت په نیونه کې وم او له هغې وروسته د ولسمشرۍ د حکم پربنسټ له دندې ګوښه کړل شوم.
 
جواد هجري وايي چې هغه د ځايي سرچینو او د ولایت له مقام سره په همغږۍ د تلې په ۳۰ مه نېټه پر یوه جومات د امنیتي ځواکونو د برید په هکله اطلاع رسونه کړې وه.
 
هغه په دې اړه زیاته کړه:«د محترم ولسمشر صاحب له خوا د ولایت د مقام له ویاندویۍ زما د ګوښه کېدو موضوع، په نېغه توګه له هغې حادثې سره اړیکه لري چې د تلې په ۳۰۹ په تالقانو کې رامنځته شوې وه»

ښاغلی هجري وايي چې له هغه برید وروسته په خپله روغتون ته تللی و او چارواکو ورته ویلي وو چې د هغه څه رپوټ ورکړي چې لیدلي یې دي.

د تخار ولایت د عدالت غوښتنې کمېټې غړی بشیر احمد‌بشار وايي:«یوه ناعادلانه موضوع ده چې حکومت او د حکومت مشرتابه دلته عدالت نه دی تامین کړی.»

خو حکومت لاهم ټینګار کوي چې د امنیتي ځواکونو هوايي برید د طالبانو پر یوه مرکز شوی و، او  د تخار والي ویاند رسنیو ته ناسم رپوټ ورکړی و او له همدې امله ولسمشر لارښوونه کړې ده چې والیان ویاند ونه لري.
 
د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې ویانده نرګس مومند هم څرګندوي:«د دوی کاري بست له موږ سره خوندي دی خو یه یوه اندک توپیر سره.»

جواد هجري ویلي وو چې د تخار د مرکز تالقان ښار په هزاره قرلق سیمه کې د امنیتي ځواکونو په اشتباهي برید کې دولس تنه وژل شوي او څلورلس ماشومان ټپيان شوي دي. 
 
په دې وروستیو کې ولسمشر لارښوونه کړې ده چې والیان باید ویاند ونه لري.

شریک یي کړئ