Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ظریف: تراوسه هم کابو دوه زره افغانان په سوریه کې جنګېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له طلوع نیوز سره په مرکه کې، په ایران کې د فاطمیون لښکر د رامنځه کېدو او د سوریې جګړې ته د افغان کډوالو استولو منطق په اړه وايي چې کابو دوه زره افغانان لا هم په سوریه کې جنګېږي او ایران چمتو دی د اړتیا په صورت کې دغه هېواد ته ډېر ځواکونه واستوي.

هغه وايي چې افغان وګړي په دواطلبانه سوریې ته تللي دي.

ښاغلي ظریف وویل:«موږ دا په بشپړه توګه روښانه کړې ده. وګورئ یو څوک بل هېواد ته نه ځي چې په یوه درېیم هېواد کې جګړه وکړي. زموږ ورورڼه په داوطلبه توګه تللي دي. لکه چې عراق ته تللي دي چې نورو ځایونو ته تللي دي.»

جواد ظریف په دې اړه وویل چې ایران، له داعش سره د مبارزې په هکله د افغان وګړو ملاتړ کړی دی که چېرې اړتیا وي، بیا به هم داسې وکړي.

هغه زیاته کړه:«ما په څرګنده توګه تاسو ته وویل. موږ هغه کسان چې په سوریه کې له داعش او افراط سره مقابله کړې ده، د دې لپاره چې اړ نه وي په کابل او کندهار کې له داعش سره مقابله وکړي، په تهران او همدان او کرمان شاه یا په بغداد او کربلا او نجف کې مقابله وکړي له هغوی ملاتړ کړی دی. که چېرې لازمه وي  بیا هم ملاتړ یې کوو. خو اوس هغه ګواښ د رفعه کېدو په حال کې دی چې لاهم په بشپړه توګه رفعه شوی نه دی. افغان دولت په بشپړه توګه خبر دی چې موږ په بشپړه توګه چمتووالی لرو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغان دولت تر مشرۍ لاندې، د افغانستان په ملي پوځ کې د افغانستان د ځواکونو د استفادې لپاره له افغان دولت سره هره مرسته وکړو.»

هغه افغان دولت ته وړاندیز وکړ چې له دغو ځواکونو د داعش په وړاندې استفاده وکړي:«دوی ښه ځواکونه دي که چېرې افغان دولت لېوالتیا ولري، کولای شي له داعش او ترهګرۍ سره د جنګېدو له مخینې سره، د افغانستان له دولت سره مرسته وي.... له داعش سره د مبارزې او له ترور سره د مبارزې او د افغانستان د امنیت ساتنې لپاره... هر چېرته افغان دولت غوښتي وي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وايي چې ایران له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د «قانوني او حساب شوي» وتلو باندې باوري دی، او دا کار باید د خلکو د غوښتنې پر بنسټ او کورنیو ځواکونو ته دې په مسوولانه توګه مسوولیت ولېږدول شي.

ښاغلي ظریف په دې ځانګړې مرکه کې ټینګار کوي چې امریکا باید د افغانستان سولې بهیر کې د اسانتیا رامنځته کوونکی وي؛ نه دا چې په خپله له طالبانو سره مذاکره وکړي.

هغه زیاته کړه:«موږ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په قانوني او حساب شوي وتلو باوري یوو؛ د افغانستان د خلکو پر غوښتنه او افغان امنیتي ځواکونو ته په مسوولانه توګه د مسوولیت سپارل؛ نه په داسې بڼه چې اوس امریکا په خپله ولاړه شي او له طالبانو سره مذاکره وکړي.»

دغه ایرانی چارواکی چې افغانستان یو خپلواکه او د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو لرونکی هېواد ګڼي، طالبان هم د افغانستان د راتلوونکي حل لارې یوه برخه ګڼي؛ نه ټوله حل لار:«موږ افغانستان یو خپلواکه هېواد ګڼو چې د تېرو کابو ۱۹ کلونو په لړ کې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د «بُن» له کنفرانسه تراوسه د ډموکراسۍ، د خلکو حقونو، د ښځو حقونو او د لږکیو د حقونو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي. په افغانستان کې د خپل برخلیک په ټاکلو کې د خلکو ګډون یو واقعیت دی او باید دا واقعیت په رسمیت وپېژنو. دا هغه څه دي چې رامنځته شوي دي، موږ تل په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالف یوو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په افغانستان کې د امریکا حضور د ایران له ملي امنیت سره مرسته کړې او که نه؟ وویل:«فکر نه کوم موږ دا اخیستون لرو. وګورئ چې په هر ځای کې د بهرنیو حضور د دې لامل کېږي چې یو لړ کورني احساسات رامنځته شي چې له دغو کورنيو احساساتو توندلاري او افراطپالان د ترهګریزو موخو لپاره استفاده کوي. دا یو واقعیت دی، موږ په عراق کې ولیدل، ابو مصعب زرقاوي له دې وروسته په اعراق کې رامنځته شو. په افغانستان کې د امریکا حضور د ځینو ډلو د احساساتو د زیانمېدو لامل شو چې د داعش، القاعدې او د طالبانو د تحریک له خوا ترې ناوړه استفاده وشوه.» 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې طالب ډله لا هم ایران کې د ترهګرو په نوملړ کې دي:«وګورئ، طالبانو ډېر ترهګریزې کړنې وکړې. دا چې طالب یوه ترهګره دله ده یا نه؟ زموږ په قوانینو کې لا هم طالبان له ترهګریزې ډلې بهر کړې نه ده. زموږ په قوانینو کې لکه دا چې د ملګرو ملتونو په قوانینو کې وي. موږ د ملګرو ملتونو تابع یوو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر مني چې ایراني چارواکو له طالبانو سره جدي خبرې اترې لرلې دي؛ خو هغه د ایران له لوري طالبانو ته د وسلې د ورکړې او یا په دغه هېواد کې د هغوی د ټپيانو د درملنې په هکله رپوټونه ردوي.

هغه د له ایرانه د راستنېدو په لار کې د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور اختر د وژل کېدو د پوښتنې په ځواب کې وايي:«موږ هېڅکله نه دي ویلي چې موږ له طالبانو سره اړیکې نه لرو. ښاغلی ملابرادر هم ایران ته راغلی او د بهرنیو چارو له وزیر سره یې ولیدل. په همدې دلیل دوی ښايي چې دوی زموږ له چارواکو سره لیدنې ولري. موږ هېڅکله دا نه ده پټه کړې، افغان دولت هم خبر دی.»

جواد ظریف وايي که چېرې په افغانستان کې د امریکا دریځ هغه څه وي چې له طالبانو سره په خبرو اترو کې مطرحه شوې ده، د افغانستان په هکله د ایران له دریځ سره په ټکر کې دی:«موږ خپل دریځ لرو. اوس نه پوهېږو چې واقعاً په افغانستان کې د امریکا دریځ څه دی؟ که چېرې په افغانستان کې د امریکا دریځ دا دی چې له طالبانو سره په خبرو اترو او هوکړه لیک کې منعکس دی، حتماً موږ له هغه دریځ سره په ټکر کې یوو. هغه اقدام خطرناک اقدام ګڼو. نه د افغانستان د خلکو په ګټه، خو یوازې د امریکا د وتلو لپاره یو کورنی اقدام. که چېرې غواړې چې د ایران د دریځونو ګډون ترلاسه کړئ، زموږ دریځ مشخص دی. موږ دریځ دا دی چې باید د افغانستان خلک د طالبانو په ګډون خپل راتلوونکی تعیین کړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دوحې په مذاکراتو کې د جعفري فقې په اړه د طالبانو د دریځ نیولو په هکله وايي چې هېواد یې په دې اړه اندېښمن دی.

هغه په دې اړه څرګنده کړه:«حتماً د اندېښنې وړ دی... د دې لپاره د اسلام نړۍ ټولګې په ځانګړې توګه د افغانستان د اوسني اساسي قانون د مقرراتو پر بنسټ، په افغانستان کې د اسلامي فقهو ټولګه د رسمي مذهب په ټوګه دی او دا چې طالبان وغواړي له شیعیانو سره د مسیحثیانو او بودایانو د لږکیو په توګه چلند وکړي، د ټولو هغو کسانو له نظره چې د حکومت لپاره د یوه اسلامي طریقې ته باوري دي د اسلامي لارښوونو پر خلاف دي.»

په دغې مرکه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټينګار کوي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هر سیمه ییز نوښت، نه شي کولای د افغانستان له حضور پرته رامنځته شي او په دې برخه کې، باید نور له بهره تصمیم ونه نیسي. 

شریک یي کړئ