د کابل پولیسو نن (چهارشنبې، د مرغومې په ۳مه) په یوې خبرپاڼه کې وايي چې په کابل ښار کې د پولیسو پر یوه موتر د چاودنې په پایله کې یو پولیس وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې دغه پېښه نن سهار ۶:۵۵ دقیقې د کابل ښار د دولسمې حوزې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼې د دغې پېښې په هکله ډېر جزییات نه دي وړاندي کړي.
تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
تېره ورځ، هم په کابل کې چاودنې پنځه تنه وژلي دي.