د کابل پولیس په یوې خبرپاڼه کې وايي چې پغمان ولسوالۍ کې یوې چاودنې یو سرتېری وژلی او درې تنه یې ټپيان کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه چاودنه نن سهار ۸:۴۰ دقیقې د پغمان ولسوالۍ په قرغه سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ځواکونو یو رنجر موتر د سړک غاړې ماین باندې برابر شو.
په خپرپاڼه کې د دغې پېښې په هکله نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.