د هدفي وژنو په دوام، دا ځل د ښځو د حقونو د برخې فعاله فرشته کوهستاني ترور شوه.
یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې فرشته کوهستاني نن پنجشنبې ماښام له خپل ورور سره د کابيسا ولایت حصه اول ولسوالي په دهنو کلي کې د نا پېژانده وسله والو په برید کې ووژله شوه.
د کورنیو چارو وزارت د فرشتې کوهستاني د ترور کېدو پخلی کوي خو وايي چې د هغه ورور د وسله والو کسانو په ډزو کې ټپي شوی دی
د کورنیو چارو وزارت همدارنګه وايي چې بریدګر پر یوه موټر سایکل سپاره وو.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
په دې اړه مو اندونه