Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یوې تخینکي ډلې د جوړښت لپاره د ملي روغې جوړې د عالي شورا پرېکړه

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشرتابه کمېټې د دوو پرله پسې ورځو په غونډو کې پرېکړه کړې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي لپاره یوه تخنیکي ډله جوړه شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې دغه تخنیکي ډله به هغه مهال د سولې مرکچي پلاوي ته مشوره ورکړي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی په مذاکراتو کې له بندون سره مخ شي.

حکومت ډاډ ورکوي چې د مذاکراتو دویم پړاو به په خپل تعیین شوي وخت یعنې د جنورۍ میاشتې په پنځمه نېټه په قطر کې پيل شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي د سولې مذاکراتو کې د دغه پلاوي د دریځ او دغه راز د مذاکرې په مېز کې د دغه پلاوي د صلاحیتونو د حدودو د مشخص کېدو لپاره د ملي روغې جوړې د  عالي شوار د مشرتابه له کمېټې سره دوه ورځې سلا مشورې وکړې.
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي:«د مرکچي پلاوي او د مشرتابه شورا له څو تنو غړو څخه جوړېږي چې د مشرتابه شورا کمېټې نظریات بیا ځلې پلاوي ته ترتیب کړي او د یوه لارښود په توګه پلاوي ته یې وسپاري.»

د احمد شاه مسعود د بنسټ رییس احمد ولي مسعود هم وویل:«موږ هم دننه په افغانستان کې او هم له افغانستانه بهر یوې اجماع ته اړتیا لرو.»

افغان حکومت وایي چې اوربند د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي له لومړنیو لومړيتوبونو دی، خو طالبان وایي چې اوربند به د اسلامي نظام پر جوړېدو له هوکړې وروسته ټینګ شي، اوس پوښتنه دا ده چې طالبان څه ډول نظام غواړي؟
    
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح څرګندوي:«زموږ په اند اسلامي جمهوري، تر ټولو ښه ډول نظام دی چې له یوې خوا الهي احکام تطبیق شي او له بلخوا د خلکو ټولیزې ارادې ته درناوی وشي.»

د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي وايي:«د اسلامي نظام تعریف په داسې بڼه کوو چې د اسلامي نړۍ لوړې او معتبرې مرجع پرهغه اعتراف ولري او شخص ته حق نه ورکوي چې یو تعرف وکړي او هغه تعریف پر موږ ومني.»

ولسمشرۍ ماڼۍ هم مني چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره به دا خبرې په دوحه کې له سره پېل شي.
               
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال هم زیاتوي:«په دې دلیل چې مذاکرات له ځنډ سره مخ نه شي، ولسمشر تایید کړې چې د مذاکراتو دویم پړاو هم په دوحه کې پیل شي.»

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی نن د هېواد د ولسي جرګې له غړو سره هم د تړلو دوازو تر شا څو ساعته خبرې کړي.

ټاکل شوې ده تر اتو نورو ورځو پورې په دوحه کې د سولې مذاکراتو دویم پړاو پېل شي.

تر اوسه د دواړو لوریو مرکچي پلاوي د درېیو میاشتو خبرو په لړ کې د سولې مذاکراتو د پېل پر کړنلارې سره سلا شوی دي او د مذاکراتو په اجنډا کې د شاملېدو لپاره یو بل ته خپل وړاندیزونه سپارلي دي.

شریک یي کړئ