Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې مذاکراتو دویم پړاو پیل لپاره مرکچي پلاوی دوحې ته ولاړ

د افغانستان د سولې مذاکراتو دویم پړاو پیل په موخه د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی نن(سې شنبې د مرغومې په ۱۶مه نېټه) د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ.

دا په داسې حال کې ده چې ملي مصالحې عالي شورا کې سرچینې وايي چې د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی دی.

ټاکل شوې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو دویم پړاو له سره پيل شي. د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وايي چې د دغې مذاکراتو د اجنډا په هکله د دوی سلامشورې پای ته رسېدلي دي او په دغو مذاکراتو کې د ګډون لپاره له چمتووالي ډاډ ورکوي.

ورته مهال په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پلاوي د مشر مرستیال دا مذاکرات د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکي ګڼي او وایي چې اروپايي ټولنه تمه لري چې د دغو مذاکراتو په پېلېدو سره په افغانستان تاوتریخوالی له منځه ولاړ شي. 

له دې ټولو سره سره د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وایي چې د جګړې او تاوتریخوالی پای ته رسېدل به د سولې په مذاکراتو کې د دوی لومړيتوبونه وي.

د جوبایډن د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان هم د افغانستان د سولې بهیر له ملاتړه ډاډ ورکوي.

ښاغلی سالیوان وايي:«اوس مهال د طالبانو او متحده ایالتونو ترمنځ یو هوکړه لیک شته او دا سند ځینې ژمنې پر امریکا متحده ایالتونو تپي او ځینې ژمنې پر طالبانو تحمیلوي. له القاعدې سره د اړیکو د پرې کولو په ګډون د طالبانو ژمنې، نه یوازې په خبرو کې بلکې په عمل کې د تاوتریخوالي کموالی او له افغان دولت سره په مذاکرات کې په ښه نیت سره ګډون دی، ځکه بالاخره د طالبانو او افغان دولت ترمنځ یوه هوکړه شته چې ټاکل شوې ده؛ په یو ډول د پایلې او سولییز حل لامل شي، موږ ته دا امکان راکړي هغه څه ته چې د ټولو موخه ده او په افغانستان کې د نښتې پای ته رسېدل دي ورسېږو. متحده یاالتونه به د ولسمشر جوبایډن تر نظر لاندې په دې برخه کې له ډېپلوماسۍ ملاتړ وکړي څو ډاډمن شو چې افغانستان هېڅکله بیا پر امریکا متحده ایالتونو د برید لپاره د ترهګرو پر مرکز نه بدل کېږي.

اخوا طالبان امریکا له هوکړه لیکه پر سرغړونې تورنوي او وایي چې امریکایي ځواکونو په ننګرهار، کندهار او هلمند کې د طالبانو پر وړاندې هوایي عملیات ترسره کړي دي، خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند د دوحې له هوکړه لیکه سرغړونه ردوي او طالبان پر حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې پر مشرانو او خبریالانو د بریدونو او هدفي وژنو مسوول ګڼي.

د ولسمشر دویم مرستیال هم د سولې له مذاکراتو سره هم مهاله د تاوتریخوالي او هدفي وژنو دوام د منلو وړ نه ګڼي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې د غونډې له جوړېدو وروسته دوحې ته ولاړ شي، د ملي روغې جوړې د عالي شورا سرچینو ویلي دي چې عبدالله عبدالله له هېواد نه بهر دی او په پام کې ده چې نن ناوخته کابل ته راوسېږي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وایي چې د جګړې او تاوتریخوالی پای ته رسېدل به د سولې په مذاکراتو کې د دوی لومړيتوبونه وي.

شریک یي کړئ