Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د "طالبانو ګواښ" له کبله یو روغتون تړلی پاتې دی

د بلخ د عامې روغتیا سرپرست وايي، د دغه ولایت د دولت آباد ولسوالۍ روغتون له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو د ګواښ له امله تړلی دی.

غوث الدین انوري زیاتوي چې د دولت آباد ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې افغان ځواکونو پوسته جوړه کړې ده او له همدې امله طالبانو ددغه کلینک ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی دی، تر هغو چې دولتي ځواکونه له وروغتونه نه وي وتلي، دوی هم خپلو کارونو ته ولاړ نشي.

د ښاغلي انوري په وینا، د یاد روغتیايي مرکز ټول ډاکټران د لېندۍ له لومړۍ راوروسته خپل کار ته نه دي تللي، خو د بلخ امنیه قومندانۍ بیا وايي چې، دولتي ځواکونه په یاد روغتون کې نشته.

دی څرګندوي:«لیندۍ میاشت کې د روغتون آمر ته د طالبانو لخوا یوه اعلامیه رسېدلې وه چې که پوځیان له روغتونه نه وځي نو تاسې ووځئ.»

د دولت آباد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې خپل ناروغان یې د مزارشریف حوزيي روغتون ته راوړي دي وایي چې د ولسوالۍ د روغتون په تړل کېدو سره یې له بیلابیلو ستونزو مخ شوي دي.

د دولت آباد ولسوالۍ اوسېدونکی، زلمی وايي:«دولت اباد کې روغتون نشته، موږ خپل ناروغ(نسايي ولادي برخې) ته راوړی دی، ډېره سخته ده.»

د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی، غلام سخي چې ۴۵ کاله عمر لري، هغه لوی پټو پر ځای تاو کړی او د ساړه له کبله رېږدي څرګندوي:«موږ ډېر په تکلیف یوو، یو موټر په درې تر څلورو زرو کرایه نیسو.»

د هېواد په شمال کې د بشري حقونو سیمه ییز دفتر د پوځي موخو لپاره له عمومي ځایونو کار اخیستل د منلو وړ نه بولي او دا کار د جګړې له قوانینو سره په ټکر کې ګڼي.

په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس، سیدمحمد سامع وايي:«د عامه ځایونو لکه جومات، ښوونځي او فرهنګي سیمې د وسله والو نښتو کې ترې استفاده جواز نلري.»

په دې لړ کې د بلخ پولیس وایي چې د دولتي ځواکونو پوستي دغه روغتون ته نږدې وې چې دا ستونزه حل شوې ده .
 
د بلخ د امینه قوماندانۍ ویاند، عادل ‌شاه عادل وايي:«د روغتون تر شا یو ځای وو کله چې ځواکونه د عملیاتو لپاره تلل نو هلته به پاتې کېدل، نو کله چې د بلخ د پولیسو رهبرۍ له دفاعي ځواکونو سره خبرې وکړې، نو ځواکونه په مؤقت ډول هلته وو او اوس ترې وتلي دي.»

شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې طالبانو د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یوه مرکز ته نږدې موټر بم برید وکړ چې له امله یې شپږویشت تنه ملکیان ټپیان شول او درې تنه ووژل شول، دغلته د پوځ ځانګړي ځواکونه په یوې ودانۍ کې چې د څارویو په یوه کلنیک پورې اړوند وه ځای پر ځای شوې وه.

په همدې حال کې د بلخ پولیس وايي چې اوس مهال پوسته له روغتون څخه لیري کړی شوې ده او هلته امنیتي سرتېري نشته

شریک یي کړئ