Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کانګو ناروغۍ؛ ډاکټران وايي، له اختر وروسته د ناروغانو شمېر ډېر شوی

په کابل کې د انتاني روغتون ډاکټران پر کانګو ناروغۍ د اخته ناروغانو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د هغوی په وینا، د لوی اختر له پای‌ته رسېدو وروسته، په ورځني ډول پر کانګو ناروغۍ اخته ۱۵ شکمن ناروغان دغه روغتون ته وړل کېږي.

د انتاني روغتون ډاکټر فریدالله عمري وايي: «زموږ پېښې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي، هره ورځ نږدې ۱۰ تر ۱۵ کسان چې وینه ورکوي، مشکوکه تبه لري او موږ ته مراجعه کوي او له تشخیص وروسته په بسترونو کې چې دغو کسانو ته ځانګړي شوي، بستر کېږي.»

د دې روغتون یو بل ډاکټر توریالی رسولي وايي: «د څاروي د حلالولو په وخت کې باید پاملرنه وشي او په یوه مناسب ځای کې باید حلال شي او خولۍ، لاس‌ماغو او ماسک دې وکاروي، څو په‌دې ناروغۍ اخته نه‌شي.»

ناروغ نورالرحمان وايي، د اختر په ورځ د یوه غويي له حلالولو وروسته پر دې ناروغۍ اخته شوی دی.

ناروغ نورالرحمان وايي: «لاس مې په چړې پرې کړی و، فکر کوم له دې لارې یې ماته سرایت کړی و او د غوا غوښه مې هم خوړلې وه.»

یو بل ناروغ محمد کاظم زیاتوي: «په پغمان کې مې بڼ خړوبوه چې ناروغ شوم، په همغه ځای کې په‌دې ناروغۍ اخته شوم.»

از سویی‌هم، بیمارداران از مسوولان در وزارت‌های صحت عامه و زراعت می‌خواهند تا برای ریشه‌کن سازی این بیماری به‌گونه‌ی دوامدار مکان‌های نگه‌داری مواشی را دواپاشی کنند.

له دې سره سم، یو شمېر ناروغ لرونکي له عامې روغتیا او کرنې وزارتونو غواړي چې د دې ناروغۍ د لمنځه وړلو لپاره په دوامداره توګه د څارویو د ساتنې پر سیمو دوا وشیندي.

ناروغ لرونکی قیس وايي: «د قصابانو او زموږ د هېوادوالو بې‌پامي ده چې له دې ناروغۍ سره یې کوي، د غوښې د پېرلو او مینځلو په وخت کې باید لاس‌ماغو وکاروي.»

د ډاکټرانو په وینا، شدیده تبه، سر درد، د ځان خوږ، استفراق او د معدې درد د کانګو ناروغۍ نښې نښانې دي.

یو شمېر ناروغ لرونکي له عامې روغتیا او کرنې وزارتونو غواړي چې د دې ناروغۍ د لمنځه وړلو لپاره په دوامداره توګه د څارویو د ساتنې پر سیمو دوا وشیندي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه