په ننګرهار کې له طالبانو سره د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو د نښتې په پایله کې د دغو ځواکونو د یوه قومندان په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې په دغې نښته کې، ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو قومندان طاهر وژل شوی دی.
د حکومت په وینا، په دغې نښته کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ورته مهال د فاریاب پولیسو د دغه ولایت لپاره د طالبانو د تش په نوم والي له وژل کېدو هم خبر ورکوي.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې تېرې شپې له دوه بجو وروسته، د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو تش په نوم والي وکیل احمد مهشور په ملا ناظم او شپږ تنه ساتونکی یې د دوی په خپل لاس جوړي میان چاودنه کې وژل شوي دي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه چاودنه د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د پوپل زیو په کلي کې رامنځته شوه او په هغه کې درې تنه نور طالبان هم ټپيان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.