د سولې د مرکچي پلاوی ځینې غړي او همدارنګه طالبانو ته ځينې نږدې سرچینې هم وايي چې د سولې مذاکراتو کې به د افغانستان د اساسي قانون په هکله بحث یو تر ټولو مهمو هغه وي.
په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان اساسي قانون نه مني، د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وایي چې د دواړو لوریو پلاویو تراوسه د اساسي قانون په هکله بحث نه دی؛ خو شونې ده په دغه پړاو کې پر دغه قانون هم بحث وشي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«شونې ده د اساسي قانون په هکله د طالبانو او پلاوي ترمنځ چې دوحې ته تللی بنسټيز بحثونه نه وشي او د خبرو اترو په دې پړاو کې یوه مهمه اجنډا وي. د طالبانو ټینګار دا دی چې اساسي قانون د امریکایانو د حضور پر مهال جوړ شوی او باید له سره ولیکل شي.»
یو شمېر حقوق پوهان وایي چې طالبان د هېوادولو پر حقونو، د قواوو پر تفکیت او د جمهوري نظام چې په دغه قانون کې راغلي دي، بې باوره دي او له همدې امله د دغه قانون لغوه کېدل غواړي.
حقوقپوه آرش شهیر پور څرګندوي:«طالبان د افغانستان د اساسي قانون له غیر اسلامي بللو سره داسې ښکاري چې د ډېر امتیاز د ترلاسه کولو په لټه کې دی. دوی حق لري چې د اساسي قانون د هرې مادې په هکله چې اعتراض ولري او د دې په دلیل چې اسلام ته نږدې والی لري وړاندیز وکړ او خلک یې بیا به ورین تندي مني.»
د هېواد د اساسي قانون له تصویبېدو ۱۷ کاله تېرېږي، خو اوس مهال چې له طالبانو سره د خبرو ور پرانستل شوی دی، په دغه قانون کې د بدلون راتلو احتمال زیات شوی دی.