د کندهار سیمهییز چارواکي وايي طالبانو پر کندهار د برید او د دغه ولایت د نسکورولو پلان درلود، خو دوی یې پلان شنډ کړی او تېره یوه میاشت کې يې نېږدې اووه سوه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه چارواکي همداراز زیاتوي طالبانو ارغنداب، ژړۍ پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې ځپل شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر، جنرال فرید مشعل وايي:«دوی خپلو بادارانو ته یو ټارګیټ ټاکلی و چې ولسوالۍ او ښار سقوط کړي. د کندهار د میړنیو ځواکونو او ولسونو په مرسته مو هغوی ته درانه تلفات واړول او په تېره یوه میاشت کې مو نېږدې اووه سوه طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله.»
د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتي رواني دي.
ښاغلی مشعل زیاتوي:«زموږ عملیاتونه اوس هم په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې روان دي او ښه لاسته راوړنې لرو او زموږ امنیتي ځواکونه اوس په ولسوالیو کې د لویو لویو بیزونو په جوړولو بوخت دي. په هر نوم چې دا سیمې سقوط شوې وې، موږ به يې بیرته نیسو.»
بل خوا د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکي دغلته د جګړې د اوږدیدو او دوام په اړه سخته اندیښه لري.
د ارغنداب اسېدونکی، عطاالله وايي:«جنګ ډېر دی د خلکو څخه خپل کورونه او ځمکې پاتې دي، لارې او کوڅې بندي دي.»
د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی، شېر احمد زیاتوي:«ډېر خلک په ماینونو کي وژل شوي دي. بمبار هم کیږي، او هاوانونه هم رااځي. موږ غوښتنه کوو چې نور دغه وضیعت کنترول شي.»
همدارنګه د کندهار په ګاونډ، هلمند چې هم د جګړو قرباني دی. خلګ يې د امن او سولې غوښتنه کوي.
همدارنګه لس ګونه هلمندیان په یو اعتراضیه ناسته کې د افغانستان په کورنیو چارو کې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان پر لاس وهنه نیوکې کوي.
مدني فعال، حیدر وايي:«ایران او پاکستان تل زموږ د هېواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه کړې ده او دوی دي چې وسله والو ډلو ته وسلې او امکانات ورکوي.»
همداراز بل مدني فعال، محمد نعیم څرګندوي:«دا د جګړې د اوږدیدو لاملونه دي چې اوس په هلمند کې داسې کورنۍ نشته چې په جګړه کې يې قرباني نه وي ورکړې او کورونه يې د کونډو او یتیمانو ډک دي.»
په ورستیو څو میاشتو کي کندهار او هلمند ولایتونه د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سختو نښتو شاهدان دي چې له امله يې زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بیځایه کېدو ته هم اړ شوې دي.