Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې: د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر تراوسه دوحې ته نه دی رسېدلی

په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاویو کاري کمېټو د سولې په هکله په دوحه کې خپل بحثونه پیل کړي دي، خو سرچینې وايي چې د طالبانو مرکچي پلاوي مشر شیخ عبدالحکیم حقاني او د دغه پلاوي ځینې نور غړي تراوسه له پاکستانه قطر ته بېرته نه دي تللي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملاعبدالغني برادر، شیخ عبدالحکیم حقاني او د طالبانو د مرکچي پلاوي ځينې نور غړي د لیندۍ په ۲۴مه نېټه د سولې مذاکراتو د لومړي پړاو له درېدو وروسته، پاکستان ته ولاړل او د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړي هم کابل ته بېرته ستانه شول.

طالبانو ته نږدې سرچنیې د زلمي خلیلزاد له خوا د لنډمهالي حکومت مطرح کېدل، قطر ته د طالبانو د ټولو مرکچي پلاویو د غړو د سفر د ځنډ لامل ګڼي؛ خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، قطر ته د عبدالحکیم حقاني نه تلل نه مني.
 
د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د روان لمریز کال د مرغومې په ۱۶مه دوحې ته ورسېد چې د سولې مذاکراتو دویم پړاو پیل کړي. خو اوس د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي ځينې غړي د شخصي لاملونو له امله تراوسه دوحې ته نه دي تللي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رسنیزو چارو رییس مجیب الرحمان رحیمي په دې اړه وویل:«د پلاوي ډېری غړي په قطر کې حضور لري، لومړني بحثونه هم پيل شوي د افغانستان اسلامي جمهوریت او همدارنګه د طالبانو د مرکچي پلاوي ځينې غړي تراوسه نه دي رسېدلي ځينې ښايي د شخصي لاملونو له امله خپل سفرونه ځنډولي وي.»

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هم څرګندوي:«تېره ورځ د دواړو لوریو کاري کمېټو د اجنډا د یووالي او ترتیب لپاره جلسه لرله.»

بل خوا ځینې سیاسي ګوندونه د یوې غونډې په جوړولو سره پر اوربند ټینګار کوي او د لنډمهالي حکومت طرحه ردوي.

د ولسمشر سلاکار الماس زاهد وايي:«د سولې په لړ کې جګړې زور اخیستی. کله چې پوښتو وايي د لاسته راوړونو لپاره یې دي چې موږ لاسته راوړنه ولرو.»

 د عدالت او پراختیا ګوند رییس سید جواد حسیني وویل:«د لنډ مهالي حکومت بحث یو بیړنۍ بحث دی. تاسې د اوربند په هکله پرېکړه وکړئ چې یوه له لومړنیو اړتیاو څخه دی.»

په دوحې کې د سولې مذاکراتو دویم پړاو برخلیک ټاکونکی بلل شوی دی او د مرکچي پلاوي غړي وایي چې په دې پړاو کې به د اوربند او د نظام د څرنګوالي پر سر خبرې وشي.

په وروستۍ یوې اوونۍ کې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو طرحې د ځینو سیاستوالو له لوري مطرح شوې ده، خو ولسمشر غني دا طرحه رد کړې ده.

په دې لړ کې پاکستان ته د یو شمېر نورو سیاستوالو له سفر وروسته د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغاسنتان اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي به له پاکستاني چارواکو سره د سولې په تړاو د خبرو لپاره اسلام آباد ته ولاړ شي.
 
طالبانو ته نږدې سرچنیې د زلمي خلیلزاد له خوا د لنډمهالي حکومت مطرح کېدل، قطر ته د طالبانو د ټولو مرکچي پلاویو د غړو د سفر د ځنډ لامل ګڼي.

شریک یي کړئ