ولسمشر غني د هند ملي امنیت سلاکار، اجیت دوول سره لیدنه کې له ترهګرۍ سره مبارزې او افغانستان کې د سولې په تړاو خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ نن(چهارشنبې د مرغومې په ۲۴مه نېټه) خبرپاڼه کې ویلي:«دواړو لورو د ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې ملاتړ لپاره د سیمې اجماع د همکاریو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.»
د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني ویلي چې افغان ځواکونه نړۍ کې د ترهګرۍ ضد جګړې لومړۍ کرښه کې درېدلي دي:«افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هېواد کې د ثبات ضامن دي چې سیمې او نړۍ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لومړۍ کرښه کې درېدلي دي.»
ولسمشر همداراز ویلي دي چې هند او افغانستان د ناټو او امریکا ګډو هڅو سره کولی شي، له ترهګرۍ سره ګډې مبارزې کې بریالي شي.