په کابو ۱۲ وروستیو ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې څلور چاودنې شوې دي. له هغې ډلې یوه چاودنه نن سهار په کابل ښار کې او بله یې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې شوې ده.
هغه چاودنه چې په کابل کې رامنځته شوه، د کابل د امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال محمد نبي بیان د لېږد موټر په نښه کړ چې په هغه کې دوه تنه پولیس ووژل شول او یو بل یې ټپي شو.
یوه امنیتي سرچینه وايي چې د پولیسو د دغه چارواکي روغتیايي حالت ښه دی او خپل کاري دفتر ته رسېدلی دی.
دا چاودنه نن سهار د ۹ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په اړوند د کابل په واټ کې وشوه.
پولیس وايي چې په دغې چاودنه کې د پولیسو یو لنډګروزر موټر د مقناطیسي ماین ښکار شو.
بلخوا د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وايي چې د پلخمري ښار د پل معدن په سیمه کې د پولیسو پر یوه رنجر موټر چاودنه کې پولیسو یو سرتېری ووژل شو او دوه تنه نور یې ټپيان شول.
هغه زیاتوي چې دغه چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله وه او دا ماین د طالبانو له خوا ځای پرځای شوی و.
خو معتبرې امنیتي سرچینې طلوع نیوز ته ووايي چې دغه ماین د بغلان د پولیسو د استخباراتو د مرستیال په موټر کې ځای پر ځای شوی و.
دغه سرچینې وايي چې په دغې پېښه کې د بغلان د پولیسو د استخباراتو مرستیال له دوه سرتېرو سره ټپي شوی دی او یو بل ملي پولیس وژل شوی دی.
په کندهار کې ځايي چارواکي هم د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې په هکله خبر ورکوي.
هغوی وايي چې دغه چاودنه د ارغستان په واټ کې د ملي امنیت پر یوه مرکز شوې ده؛ خو هغه ډول او د احتمالي مرګ ژوبلې په هکله تراوسه جزییات په واک کې نشته.
په هلمند کې د یوه موټر بم چاودنې په پایله کې هم دوه تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د هملند د ولایتي شورا رییس عطا االله افغان وايي چې دغه برید تېره شپه د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې شوی چې د هغه په پایله کې دوه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.