هرات ښار کې د وسله وال برید له کبله د پوځ درېیو سرتېرو ژوند بایلود او څلور نور ټپيان شول.
د پولیسو ویاند، عبدالاحد ولي زاده وايي چې پېښه نن(چهارشنبه د سلواغې په لومړۍ نېټه) د هرات ښار منارو سیمه کې شوې ده.
د ښاغلي ولي زاده په خبره، برید کوونکي له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس، محمدرفیق شېرزی وايي چې روغتون ته درې مړي او څلور ټپيان وروړل شوي دي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.