Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد او بلینکن د افغان سولې پر بهیر خبرې وکړې

د امریکامتحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن د افغان سولې لپاره د دغه هېواد  له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل.

بلنکن پر ټویټر لیکي، چې خلیلزاد سره یې، افغانستان کې راتلونکو ګامونو، د ترهګرۍ له ګواښه د امریکا د خوندي ساتلو، په افغانستان کې د یو منصفانه او دایمي جوړجاړي او دې هېواد کې پر دایمي او بشپړ اوربند خبرې کړې دي.

زلمي خلیلزاد هم پر خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته یې د افغان سولې بهیر په اړه مالومات ورکړي دي.

خلیلزاد لیکلي، له بلنکن سره یې په شرایطو پورې تړلې خپلې ستراتیژۍ په هکله خبرې کړي، داسې یوه ستراتیژي چې افغانستان کې سوله ټینګه کړي، وګړو ته یې د باثباته راتلونکي تضمین وکړي، هېچا ته اجازه ورنکړي چې له افغانستانه امریکا ته او یا هم متحدینو ته یې ګواښ پېښ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو لس ورځې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن تایید کړه چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد به افغانستان کې د سولې په برخه کې خپل مامورت ته دوام ورکړي.

هغه خبریالانو ته وویل:"بلې! موږ له هغه (خلیلزاد) وغوښتل چې دغه حیاتي ماموریت ته دوام ورکړي."

افغان حکومت په تېرو اتلسو میاشتو کې د زلمي خلیل د کاري دورې پر مهال پر هغه څه چې د سولې په تړاو یې د کابل او واشنګټن ترمنځ د سلامشورو درېدل بللي دي نیوکه کړې ده؛ خو خپل افغان سیال ته د جوبایډن د ملي امنیت د سلاکار د تېرې اوونۍ له ټېلفوني اړېکې وروسته حکومت د دغو سلا مشورو د بېرته پېلېدو خبره کوي.

کله چې تېره میاشت خلیل زاد  کابل ته سفر وکړ، له ټولو اغېزناکو سیاسي څېرو سره یې وکتل خو پردې بریالی نه شو چې له ولسمشر غني سره وګوري.

هغه مهال ځينې سیاستوالو د زلمي خلیل زاد له هڅو د ارګ ناخوښي له ښاغلي خلیل زاد سره خبرو ته د ولسمشر د نه حاضرېدو لامل وباله.

بل خوا د ناټو سازمان تمه لري چې د فبرورۍ میاشتې پر اولسمه د دغه سازمان د دفاع له وزیرانو په دې تړاو چې آیا تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره ده او کنه لازم توضیحات واوري.

زلمي خلیلزاد هم پر خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته یې د افغان سولې بهیر په اړه مالومات ورکړي دي

شریک یي کړئ