Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د ملي پوځ د غوښې تړون له داوطلبۍ پرته دولتي بنسټ ته ورکړل شو'

طلوع نیوز ته رسېدلي سندونه د دې ښودنه کوي چې د ولسمشرۍ د پالیسۍ او سټراټېژۍ یوې ادارې، ملي پوځ او پولیسو ته د غوښې د پېر تړون له داوطلبۍ پرته یوه دولتي بنسټ ته ورکړی دی.

دغه سندونه د دې ښودنه کوي چې ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته د غوښتو پېر تړونونه د واحدې سرچینې په توګه دولتي تصدۍ «مسلخ» ته سپارل شوی دی.

د ولسي جرګې د دفاعي او امنیت کمېسیون د رییسانو په وینا؛ د ولسمشرۍ ماڼۍ د پالیسۍ او سټراټېژۍ ریاست د قانون پر خلاف بولي
 
د ولسي جرګې د امنیتي او استخباراتي کمېسیون رییس خان آغا رضايي وویل:«د کورنیو او دفاع وزارتونو د غوښتې تړون واحدې سرچینې بازار او ازادۍ سیالۍ پر خلاف دی.»

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د غوښې د تړونونو لګښت په ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو کې څه باندې درې مېلیاردو ۹۹۳ زره افغانیو ته رسېږي.
          
د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی علي اکبر جمشیدي وايي:«د ډېر فساد او د پلان شوي فساد لپاره د زمینې برابرول دي.»

بل خوا سوداګر وایي چې له داوطبۍ پرته د  تړونونو کول د آزاد بازار په تړاو د اساسي قانون د مادې ښکاره نقض او دغه راز خصوصي سکټور ته زیان رسول دي.
    
د افغانستان د خونو فډراسیون مرستیال خان جان الکوزی څرګندوي:«دا عمل د اصول او قانون له پلوه د قانون په خلاف دی او موږ هیله لرو چې اساسي قانون په پام کې ونیسي، تړونونه باید په ازاده سیالۍ او له امتیاز پرته ورکړل شي.»  

د افغانستان د خونو فډراسیون وایي چې حکومت پر دې سربېره د عملیاتي ادارې او د تیلو او ګازو د تنظیم د ادارې په جوړولو سره د آزاد بازار د قانون پر خلاف تړونونه اخلي او دغو  دولتي ادارو ته یې سپاري.

بل خوا د غوښې قرارادي شرکتونو مدافع وکیل روح الله سخي زاد وایي د مسلخ تصدي د دولت دوو لویو ادارو ته د غوښې د برابرولو توان نه لري.    

د مسلخ له تصدۍ نه مو د لیدنې اجازه تر لاسه نه کړه، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د پالیسۍ او سټراټېژۍ اداره دغه عکس او سند په رالېږلو سره وایي چې له خصوصي شرکتونو سره د دفاع وزارت په پخوانیو تړونونو کې د غوښې بیه د مسلخ د تصدۍ د بیې پرتله لوړه وه.
       
د ولسمشر د  ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي:«د تړونونو د څېړنې لپاره او دا چې دغه تړونونه څومره پر ځای ترسره شوي په دې هکله څېړنه کېږي.»

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون د شمېرو له مخې د پسه د یو کیلو غوښې بیه ۴۵۷ افغانۍ او د غوايي د د یو کیلو غوښې بیه ۳۹۰ افغانۍ وړاندیز شوې ده، په داسې حال کې چې خصوصي شرکتونه د پسه غوښه په ۳۵۰ او د غوايي غوښه په ۳۰۰ افغانۍ برابروي.

شریک یي کړئ