Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د امریکايي سرتېرو پر پاتې کېدو د ګراهام ټينګار

د امریکا متحده ایالاتو نامتو جمهوري غوښتونکي سناتور، لینډسي ګراهام په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.

هغه ویلي دي چې مې میاشت کې به امریکايي سرتېري له افغانستانه ونه وځي.

ښاغلي ګراهام له سي بي اس رسنۍ سره خبرو کې څرګنده کړې چې یاد سرتېري به له مې میاشتې وروسته هم افغانستان کې پاتې شي.

ګراهام زیاته کړې چې د افغانستان په تړاو د امریکا د ولسمشر، جو بایډن له وړاندیزه خوښ دی:«موږ غواړو چې خپل  ځواکونو د یوې  تګلارې له مخې خپل سرتېرو هلته(افغانستان کې) وساتو.»

هغه په دې باور دی چې که امریکا په بېړه او پرته له شرایطو شاتګ وکړي، القاعده او داعش ډله به بیا پیاوړې شي او افغانستان کې به د ښځو ژوند اغېزمن کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتو کانګرس په غوښتنه جوړ شوي راپور کې د دغه هېواد له ولسمشر، جوبایډن غوښتل شوي چې له افغانستانه د سرتېرو ویستو بهیر پڅ کړي.

راپور کې راغلي چې د جو بایډن اداره باید د مې تر میاشتې د امریکايي سرتېرو ویستو نېټه یوې خوا ته کړي او یوازې افغانستان کې د امنيتي حالت ښه کېدو په صورت کې دې دا سرتېري وباسي.

د افغانستان د مطالعې لپاره دغه ډله خبرداری ورکوي چې په بېړه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به د کورنۍ جګړې لامل شي.

دغه ډله چې ډسمبر میاشت کې د کانګرس لخوا د کیلي ایوټ، ننسي لیندبورګ او جنرال جوزف په غړيتوب د افغانستان د حالت څېړنې لپاره جوړه شوه، زیاتوي چې که امریکايي ځواکونه په بېړه ووځي نو ښايي چې کورنۍ جګړې رامنځته شي.

د سولې راتګ په شرط له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، د سولې د بهیر د پای روښانه کېدوـ دا چې دغه هېواد کې به څه ډول نظام رامنځته کیږي، د سولې بهیر لپاره د سیمه ییز ملاتړ جلب، د افغانستان اوسني دولت ته د امریکا ژمنتیا او د سولې بهیر بریالیتوب د دغه اته اتیاییز راپور له وړاندیزونو دي.

په همدې حال کې د دغې ډلې غړي، جنرال جوزف ډنفورډ د افغانستان د حکومت حالت ماتېدونکی بللی چې د سولې خبرو یوې سوله ییزې حل لارې رسېدو او د جګړې پایته رسېدو لپاره ښه فرصت برابر کړی دی.

هغه همداراز خبرداری ورکړی چې که امریکايي سرتېري له افغانستانه په بېړه ویستل شي، ښایې د دغه هېواد نظام ړنګ شي او د سیمې لپاره به "منفي پایلې" ولري.

د افغانستان د حالت څېړنې ډلې راپور کې راغلي دي چې د سولې خبرو"د منلو وړ پایلې" لپاره باید دغه بهیر ته کافي وخت ورکړل شي او د دغه کار لپاره باید د سرتېرو ویستو نېټې غځولو لپاره فوري دپلوماتیکې هڅې پیل شي.

د یادې ډلې راپور کې همداراز راغلي دي چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړې له مخې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، همداراز یې د افغانستان له حکومته هم غوښتنه کړې چې د سولې له بهیره له حسن نیت سره ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ