یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د کابل لویدیځ کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت د مرستیال پر موټر چاودنه شوې ده.
د کابل پولیس وايي چې چاودنه نن له غرمې مخکې ۱۱:۲۰ دقیقې (دوشنبې د سلواغې په ۲۰مه نېټه) شوې ده.
دغه چاودنه د کابل ښار شپږمې ناحیې امید سبز ښارګوټي ته نېږدې شوې ده.
د کابل پولیس وايي چاودنه پر یوه هایلکس موټر شوې چې څه نا څه ورته زیان اوښتی دی.
د پولیسو په وینا پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو اوونیو کې کبل کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي.