Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندهار او ننګرهار امنیت ضد پېښې؛ یو کس وژل شوی او څلور ټپيان دي

يوه امنيتي سرچينه وايي د کندهار پنځلسمې حوزې سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو برید له کبله یوه کس ژوند بایللی او دوه نور ټپيان دي.

د سرچینې په حواله پېښه نن له غرمې مخکې(چهارشنبې د سلواغې په ۲۲مه نېټه) کندهار ښار کې شوې او وژل شوی کس د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشر او ټپيان یې ساتونکي دي.

په همدې حال کې ننګرهار کې هم ماین چاودنې دوه کسان ټپیان کړل.

د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین د جلال اباد ښار نهمې ناحیې اړوند کابل کمپ سیمه کې پر کرولا ډوله موټر له چاودنې خبر ورکوي چې پایله کې یې دوه تنه ملکي کسان ټپیان دي.

د مالوماتو له مخې پېښه نن شاوخوا یوه بجه شوې ده.
 
شریک یي کړئ