د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چاودنه د مازیګر شاوخوا څلور بجې د اهل هنودو درمسال ته څېرمه شوې ده.
د ښاغلي زابلي په وینا چاودنه کې شپږ تنه ټپیان شوي او د ټولو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د پېښې عیني شاهدانو طلوع نیوز ته ویلي چې چادونې د نږدې ودانیو ښيښې ماتې کړي او مالي زیانونه هم لري.
د چاودنې ځای ته نږدې، په ننګرهار کې د یوازیني پاتې سیکه چرن سینګ هټۍ هم ده خو په خپله چرن سینګه طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د چاودنې پر مهال د پېښې په ځای کې نه و او رک روغ دی.
په دې اړه مو اندونه