Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دانش: د دوحې په هوکړه کې د افغانستان د ثبات په اړه هېڅ تضمین نشته

د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه لیک په بیړه لاسلیک شوی او په دغه هوکړه لیک کې د افغانستان د راتلوونکي ثبات او د سولې بهیر پایلې ته د رسېدو په هکله هېڅ تضمین نشته.

د ولسمشر دویم مرستیال په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشر سره په کتنه کې وویل، پر دغې هوکړې باید په بنسټیزه توګه بیا کتنه وشي؛ ځکه د دغه حکومتي چارواکي په باور، د دوحې هوکړه ډېر په بېړه لاسلیک شوه.

د ولسمشر د دویم مرستیال مطبوعاتي سلاکار محمد هدایت وویل:«که چېرې دغه هوکړه د امریکا د نوي مشرتابه له لوري په جدي توګه بیا ونه کتل شي، موږ به په راتلوونکي کې د ډېرو ستونزو شاهد وو.»

بلخوا د لومړي ځل لپاره د تېرو شلو کلونو په لړ کې د افغانستان په جګړه کې د یوه وروستي کال په اوږدو کې امریکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. خو روانه جګړه لا هم د افغانانو د مرګ ژوبلې لامل کېږي.

خو طالبان وايي، د دوحې هوکړې پر بنسټ، که چېرې امریکايي ځواکونه په مۍ میاشت یعنې تر څه باندې دوه نیمو میاشتو له افغانستانه ونه وځي؛ نو د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې به جګړه یو ځل بیا پیل شي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولوي قلم الدین وايي:«که چېرې ووايي چې نه وځو، طبعاً شدیده جګړه به پیل شي.»

په قطر کې له ۲۴ ورځو راهیسې د سولې خبرو له درېدو سره هم مهاله، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي ځینو غړو د افغانستان په سولې بهیر کې له ښکېلو هېوادونو او بنسټونو سره د سولې خبرو د بیا پیل په اړه هم خبرې کړې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح څرګندوي:«نن نړۍ د سولې د راوستو په برخه کې زموږ عملي ژمنو ته په پام سره زموږ تر څنګ د سولې له بهیره ملاتړ کوي او دغه هڅې همدارنګه دوام لري.»

په طالبانو کې ځینو سرچینو دوی پورې اړوند رسنیو ته ویلي چې، د دغې ډلې د بندیانو د برخلیک نه روښانتیا، د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د دوی د ځینو مشرانو د نومونو نه ایستل کېدل او د دوحې هوکړې په اړه د امریکا د نوي حکومت د دریځ نه روښانتیا هغه موضوعګانې دي چې، له امله یې دوی په دوحه کې د سولې خبرې تحریم کړې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې هوکړه لیک یو کال مخکې لاسلیک شو.

شریک یي کړئ