زابل او ارزګان ولایتونو دوو جلا پېښو کې پنځو افغان سرتېرو ژوند بایللی او درې نور ټپيان دي.
د زابل امنیه قومندان، حکمت کوچی وايي وسلهوالو تېره شپه(یکشنبې د سلواغې په ۲۶مه نېټه) د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی چې پایله کې یې څلورو سرتېرو ژوند بایللی دی.
ښاغلی کوچی زیاتوي پېښه د کلات ښار او شهرصفا ولسوالۍ تر منځ لویې لارې پر پل سنگي سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې د وسله والو برید پایله کې شوې ده.
د امنیه قومندان په خبرهدغه برید کې په کې دوه سرتېري ټپیان دي.
دی زیاتوي چې پېښه کې دوه وسلهوال هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي..
په همدې حال کې ارزګان ولایت کې تېر ماښام د ماین چاودنې له کبله یوه پولیس سرتېري ژوند بایللی او بل ټپي دی.
د ارزګان د رسنیو دفتر وايي چاودنه مرکز ترینکوټ کې د پولیسو پر رنجر موټر د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې.
د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې، د پېښې په تړاو څېړنه کیږي.