Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د رییسانو ناسته

روانه اوونۍ کې کابل د سیمې هېوادونو د ملي امنیت رییسانو او د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو د استازي د ناستې کوربه و.

د ملي امنیت رییس، احمد ضیا سراج وايي چې د افغانستان، منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو او د پاکستان د ملي امنیت رییسانو د استخباراتي همکاریو په تړاو دوشنبې او سې شنبې کابل کې سره خبرې وکړي.

د ښاغلي سراج په خبره دغه ناسته کې له ترهګرۍ د سیمو هېوادونو د تعریف په تړاو خبرې شوې دي او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د همغږۍ په موخه د همغږۍ د یوې برخې په جوړېدو سره هوکړه شوې ده.

د هغه په وینا چې راتلونکې کې به په منظم ډول د یادو هېوادونو ترمنځ ناستې ترسره شي.

د ملي امنیت ریاست څرګندوي چې د روانې اوونۍ ناسته کې د پاکستان د استخباراتو بنسټ آی اېس آی، د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرقیزستان او قزاقستان د ملي امنیت رییسانو ګډون کړی و، خو د ایران استازي د ناڅرګند لامل له مخې دې ناسته کې کډون نه و کړی.

په همدې حال کې د هېواد ملي امنیت ریاست څرګندوي چې ناسته کې د امریکا د ملي امنیت یا سي آی اې یوه استازي هم ګډون کړی و، خو د دغه استازي نوم یې نه دی ښودلی.

شریک یي کړئ