Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جو بایډن: د افغانستان د سولې له بهیره په ځواکمنه توګه ملاتړ کوو

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي چې د افغانستان د سولې له بهیره په ځواکمنه توګه ملاتړ کوي.

جو بایډن چې تېره ورځ ماښام د مونیخ په امنیتي غونډه کې وینا کوله، د لومړي ځل لپاره یې د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ له ترلاسه کولو وروسته، د افغانستان د سولې بهیر په هکله خبرې کوي.

بایډن وویل چې د امریکا اداره د افغانستان د جګړې پای ته رسولو ته ژمنه ده، خو د هغه په باور دا جګړه کې داسې پای ته ورسېږي چې افغانستان د امریکا او ملاتړو امنیت ته یې ګواښ نه وي.
 
د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل:«زما اداره په افغانستان کې له راون ډېپلوماټیک بهیر او د هغې جګړې له پای ته رسېدو چې د شل کلنۍ په درشل کېده، په پیاوړي توګه ملاتړ کوي. موږ ژمن یوو ډاډ تر لاسه کړو چې افغانستان هېڅکله پر امریکا، زموږ پر متحدانو او زموږ پر ملي ګټو د ترهګریزو بریدونو لاره هواره نه کړي.»

د امریکا دفاع وزیر وایي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور په تړاو پرېکړه به د دغه هېواد له متحدانو سره له سلا مشورو وروسته وروستۍ شي؛ خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین وايي:«څرګنده ده چې اوس مهال تاوتریخوالی خورا زیات دی او اړتیا ده چې د افغانانو په مشرۍ په مذاکراتو کې ډېر پرمختګ وشي. زه له ټولو لوریو غواړم چې د سولې لار غوره کړي او تاوتریخوالی باید همدا اوس کم شي.» 
            
بل خوا د جرمني لومړۍ وزیره د امریکا له لوري د دوحې د هوکړه لیک پر ارزولو خوښه برېښي.

د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مېرکل څرګندوي:«خوښه یم چې د امریکا ادارې د افغان سولې بهیر بیا رازونه پېل کړې ده. جرمني حاضر دی چې د اوږدمهال لپاره په افغانستان کې پاتې شي؛ که په افغانستان کې د ماموریت د بریالیتوب لامل شي. د داسې ماموریت چې له ډموکراټیکو او سوله ییزو ځواکونو سره مرسته وکړي. وتل باید په دې مانا نه وي چې بد ځواکونه غوره والي تر لاسه کړي.»

په دې لړ کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او دغه راز د امریکا د پوځ لوی درستیز د پاکستان له لوی درستیز سره به جلا جلا توګه کتلي دي او د افغان سولې په تړاو یې خبرې کړې دي.
           
په دوحه کې د سولې مذاکراتو له پټه درېدو نه د ۳۴ ورځو په تېرېدو سره له دغو مذاکراتو باخبره سرچینې وایي چې طالبان په دغو مذاکراتو کې د بیا ګډون لپاره د امریکا له لوري د دوحې د هوکړې د ارزولو پای ته رسېدو ته په تمه دي.

شریک یي کړئ