Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کانګرس ته د بایډن لیک؛ له افغانستانه احتمالي ګواښونو ته ځواب وایو

د امریکا ولسمشر کانګرس ته په یوه استول شوي لیک کې لیکلي چې امریکايي ځواکونه د افغانستان له خاورې احتمالي ګواښونو ته چمتو دي.

جو بایډن که څه هم د دغو ځواکونو د اصلي ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د باندې دي څو امریکا ته له افغان خاورې پیښېدونکو ګواښونو ته ځواب و وايي.

کانګرس ته د امریکا د ولسمشر د لیک یوه برخه  کې راغلي، «د امریکا نظامي ځواکونو له افغانستانه بهر موجود دي څو هغو ګواښونو ته چې ښايي د افغانستان له خاورې امریکا او د هغوی متحدینو ته پېښ شي، ځواب ورکړي.»

اسلامي امارت تازه د دغې موضوع په تړاو غبرګون نه دی ښودلی خو مخکې یې ویلي و چې افغانستان امن او امان دی او هیچاته به اجازه ور نه کړي چې له افغان خاورې نورو هېوادونو ته ستونزې جوړې کړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «اسلامي امارت د ټولو هغو پدېدو پر وړاندې خپله شدیده مبارزه پیل کړې چې په افغانستان کې ناامنۍ ته لمن وهي، افغانستان اوس امن دی او د ګواښونو پېښېدو اندېښنې په ځای نه دي.»

د نظامي چارو ځینې شنونکي بیا له افغان خاورې امریکا ته د پیښېدونکو ګواښونو په اړه د امریکا د اندیښنې تړاو داسې لیدلوري لري.

د نظامي چارو شنونکي، اسد الله ندیم و ویل: «د طالبانو په ګډون ټولې هغه شبکې چې په افغانستان کې فعالیت کوي نه یوازې دا چې د امریکا پر متحدینو د برید توان نه لري بلکې د سیمې پر هېوادونو هم بریدونو نه شي کولی.»

د نظامي چارو شنونکي، سرور نیازي و ویل: «امریکا اندښمنه ده چې داعش او القاعده د چین او روسیې په لومه کې ښکېل نه شي، او عصري وسلې ترلاسه نه کړي چې بیا به امریکا ته سرخوږی جوړ کړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان زیږیز کال د نومبر پر ۳۰مه د ترهګرۍ په تړاو پر خپل خپور شوي کلني راپور کې ادعا کړې وه چې القاعده، داعش او نورې سیمه ییزې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه