Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: افغان هوايي ځواکونه په یوازې د اغېزناکې جګړې وړتیا نه لري

پنټاګون په یوه نوي رپوټ کې خبرداری ورکوي که چېرې د افغان هوايي ځواکونو سلاکاران، دغه هېواد پرېږدي، دغه ځواکونه به د اغېزناکې جګړې د مخته بیولو وړتیا ونه لري.

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي عملیاتو څېړونکې ادارې موندنې چې د هغه هېواد کانګرس ته وړاندې کړل شوي، د دې ښودنه کوي که چېرې له درې میاشتو کمې موده کې، د افغان هوايي ځواکونو سلاکاران د دوحې هوکړې پر بنسټ له افغانستانه بهر شي، دا ځواکونه به ونه کړای شي له طالبانو سره په ځمکنۍ جګړه کې له افغان امنیتي ځواکونو لازم ملاتړ وکړي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د بهرنیو پوځي سلاکارانو شدید کموالی، په ځانګړې توګه د امریکا روزونیز، مشورتي او د افغان هوايي ځواکونو له الوتکو د ساتنې ماموریت یې په بشپړه توګه فلج کړی دی.

د دغه رپوټ پربنسټ، همدا اوس د الوتکو د ساتنې مسوولیت د امریکايي تړونوالو پر غاړه دی.

په رپوټ کې همدارنګه راغلي دي که چېرې دا مسوولیت افغانانو ته وسپارل شي، هغوی حتا په میاشتو کې د الوتکو د ساتنې او مراقبت وړتیا نه لري.  

د رپوټونو پربنسټ تراوسه د افغان هوايي ځواکونو ۹۴ سلنه سلاکارانو افغانستان پرېښی دی.

په تېر یوه کال کې، د افغان هوايي ځواکونو پنځه الوتکې له منځه تللې دي او یوې بلې الوتکې ته زیان رسې دلی دی او ځينې نورې الوتکې تر رغونې لاندې دي.

له دې سره هم مهاله، تېره ورځ افغان امنیتي ځواکونو وویل چې د هېواد په ځينو برخو کې د بهرنیو جنګیالیو شتون، جګړه پېچلې کړې ده.

د امنیتي بنسټونو چارواکو زیاته کړې چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د دوام په وړاندې، درېدنه کوي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې په دوحې او پاکستان کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافونو دوام، د سولې بهیر ننګولی او هغوی د سولې د ټینګښت لپاره هوډ نه لري.

ښاغلي محب زیاته کړه:«کله چې د تفاهم حل لار موجوده وي، د جګړې لپاره هېڅ مشروعیت نشته، طالب دې خپله نامشروع جګړه، د افغانستان د تاسیساتو ویجاړول او د عامو خلکو وژل دې ودروي.»

په دوحه کې د سولې خبرو اترو بهیر له څه باندې یوې میاشتې په ټپه درېدلې دي، له دغو مذاکراتو باخبرې شرچینې وايي چې د امریکا له خوا د دوحې هوکړه لیک د څېړلو دوام او له مې میاشتې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور څرنګوالي نه روښانتیا د دغو مذاکراتو له بندون سره د مخامخ کېدو لامل ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ