په کابل کې ځينې دیني عالمان له حکومته غواړي چې ژر تر ژره په کابل کې د هدفي وژنو مخه ونیسي.
دغه دیني عالمان وايي د هېواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې دی، نو اړتیا ده چې حکومت او طالبان سوله وکړي او د وینو تویدو مخه ونیسي.
په کابل کې د دیني عالمانو دا غونډه د کابل د امنیتي وضعیت د خرابيدو او د دیني عالمانو د هدفي وژنو د زیاتېدو له امله جوړه شوې ده.
دا دیني عالمان له حکومته غواړي چې ژر تر ژره په کابل کې د هدفي بریدونه مخه ونیسي او ددې پېښې عاملان پیدا او مجازات کړي.
دیني عالم عبدالسلام عابد وايي:«د مولوي نیازي له شهادت وروسته څه باندې ۸۸ دیني عالمان شهیدان شوي او هېڅوک یې پوښتنه نه کوي.»
دیني عالم محمد سرور عمري هم وویل:«علما، د قلم او فرهنګ اهل ټول د خپلو عزیزانو په غم کې ویرجن ناست دي.»
دا دیني عالمان وایي چې له دغه بد امنیتي وضعیت نه د وتلو لپاره باید طالبان او افغان حکومت سولې ته غاړه کېږدي.
دیني عالم حبیب الله حسام څرګندوي:«ته دولت له شپږو اوو کلونو زیات کېږي چې څارنوالي لرې، قضا لرې، امنیتي، کشفي او استخباراتي ځواکونه لرې، کابو یو کال کېږي د دې غوښتنه لرو چې د ډاکټر صاحب نیازي قاتلین اعلان کړئ د مولوي صاحب مفلح قاتلین معرفي کړئ له هماغې ورځې تر نننه له موږ سره چل کوي.»
د غونډې ګډونواله مرسل بهشته موحد وايي:«موږ له خپلو علماوو دفاع کوو.»
د طلوع نیوز د شمېرو له مخې په وروستیو څه کم لسو ورځو کې په کابل کې د امنیت ضد او جنایي جرمونو په پېښو کې ۲۲ تنه وژل شوي دي او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.