Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر له خپل مله پلاوي سره کابل ته را ورسېد

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر نن (یکشنبې، د مرغومې په ۱۷مه) د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی.

د دغه پلاوي د یو غړي د څرګندونو له مخې، ټاکل شوې مولانا فضل الرحمن په دغه سفر کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیا په ګډون پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وکړي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند وايي چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر به د رییس الوزرا، د رییس الوزرا له سیاسی مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په ګډون د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدنه او خبرې وکړي.

خو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي.

ښاغلي متقي همدارنګه هیله څرګنده کړې چې دغه پلاوی له افغانستانه اسلام‌اباد ته مثبت پیغام له ځان سره ولېږدوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې حل کړي.

امیرخان متقي وايي:«مولانا صاحب یو سیاسي، علمي شخصیت او یو لوی سیاست‌مدار دی طبعاً د خپل هېواد په سیاست کې رول لري، په تنظیمونو کې رول لري او د دغه هېواد په سیاست کې یو مطرحه څېره ده. نو هیله لرو چې د هغې اغېزې ښې وي. تر کومه ځایه چې موږ پوهېږو د پلاوي راتګ ښايي له هغې لوري هم کوم پیغام ولري او دلته به له مشرانو سره شریک کړل شي او له دې لوري هم هغه څه چې واورئ او ووینئ له هغوی سره به شریک کړو.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه