Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کمېسیون: هېواد کې د ماشومانو بشري حقونو وضعیت اندېښمنونکی دی

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې په هېواد کې د ماشومانو د بشري حقونو وضعیت اندېښمن دي.

د کمېسیون تازه رپوټ موندنې ښيې که څه په هېواد کې د سږکال جګړو له امله د ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېر کم شوی، خو په جګړو کې د ماشومانو ښکېلتیا د شمېر کچه ۲۵ سلنه لوړه شوې او د دې تر څنګ د زیانمنو او له زده کړو د بې برخو ماشومانو شمېر کې ۱۶سلنه لوړوالی راغلی دی. 

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دغه بنسټ په تر ټولو تازه رپوټ کې چې له پنځه زرو او ۳۱۸ ماشومانو سره د خبرو په پایله کې جوړ شوی دی وایي چې په هېواد کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنره راضیه صیاد څرګندوي:«ماشومان د وسله والو نښتو قرباني دي، ماشومان پ وسله والو جګړو کې ښکېل دي، ماشومان د تاوتریخوالي قرباني دي، داسې ماشومان دي چې د تابعیت تذکره نه لري.»

درې کاله کېږي چې ۱۲ کلن عابد د سړک پر غاړه لاسي ګاډی لري او په ډېرې لېوالتیا سره کار کوي.

عابد چې د اقتصادي ستونزو له امله نه دی توانېدلی زده کړې وکړې؛ د خپلې اووه کسیزې کورنۍ یوازینۍ ګټیالی دی.
 
کارګر ماشوم عابد وايي:«زما خوښېږي چې ښوونځي ته ولاړ شم درس ووایم یو ښه شی زده کړم له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم.»

وایي که څه هم له زده کړو پاتې دی، خو غواړي چې د امنیتي ځواکونو له لیکو سره یو ځای شي.
 
عابد زیاتوي:«هیله لرم چې یو عسکر شم او خپل هېواد ته خدمت وکړم.» 

که څه هم په دغه رپوټ کې په جګړو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې د کمېدو یادونه شوې ده، خو د رپوټ په بله برخه کې په جګړه کې د ښکېلو لورو په شخړو کې د ماشومانو د ښکېلتیا د ۲۸ سلنې زیاتوالي خبره شوې ده.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د کمېشنره راضیه صیاد څرګندوي:«د هغوی شل تنه چې ۱۵.۹ سلنه کېږي د دولتي ځواکونو په لیکو کې او ۹۸ تنه چې ۷۶.۲ د غیر دولتي وسله والو ځواکونو په لیکو کې دي.»
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل:«دم کړۍ کم عمره کسان نشتون نه لري د دې په دلیل چې موږ د پولیسو په لیکو کې د جلب او جذب معیارونه تخصصي او معیاري کړې دي، او د پولیسو د کړنې په هکله هم کنټرول او جدي څارنه شتون لري.»

د دغه رپوټ له مخې د بې وزلۍ، نا امنۍ او د کورنۍ د نه پرېښودو په څېر لاملونو پر بسنټ، له ښوونې او روزنې د ماشونو بې برخې کېدل هم د تېر کال په پرتله زیات شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ماشومانو برخې همغږۍ کوونکی نجیب الله ځدراڼ وايي:«کمېسیون ۷۲ پېښې چې ۴۱.۶ سلنه کېږي د ماشومانو حقوق تر پښو لاندې شوي دي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې په هېواد کې ماشومان د جنسي، فزیکي، لفظي، رواني او اقتصادي تاوتریخوالو په ګډون له بېلابطلو تاوتریخوالیو سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه