هرات کهسان ولسوال کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې د موټربم برید له کبله شپږو سرتېرو ژوند بایللی او څلور نور ټپيان دي.
یوه سرچینه وايي پېښه تېره شپه (چهارشنبې د کب په ۶مه نېټه) قدوس کلي کې شوې ده.
په همدې حال کې د هرات سیمه ییز چارواکي د موټربم برید تاییدوي، خو د مرګ ژوبلې په تړاو څه نه وايي.
د هرات والي، سید وحید قتالي څرګندوي چې د اسلام کلا ګمرک ته نېږدې د پولیسو په یوې پوستې برید شوی دی.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.