د برېټانیې لومړي وزیر ویلي دي چې دغه هېواد د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت له جګړې ملاتړ کوي.
د برېټانیې لومړي وزیر بوریس جانسون تېره ورځ ماښام له افغان ولسمشر اشرف غني سره ټلېفوني خبرې اترې لرلې دي.
د برېټانیا د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې راغلي دي چې بوریس جانسون د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت له جګړې پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی.
دغې اعلامیه کې راغلي دي چې دواړه لوري د سولې بهیر کې د مذاکراتو د پرمختګ پر ارزښت سره هوکړه لري چې یو خپلواکه، ډموکراټيک او متحد افغانستان رامنځته شي چې وکړای شي د مدني ټولنې او ښځو حقونه وساتي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم وايي چې دواړه لوريو د تاوتریخوالي د زیاتوالي په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده او پر دایمي اوربند یې ټينګار کړی دی.
دغې اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې د برېټانیا لومړي وزیر د افغانستان د سولې بهیر د دوامداره ملاتړ،د سیمه ییزې ډيبلوماسۍ د پیاوړتیا لپاره د سولې هڅې او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملاتړه ډاډ ورکوي.